د لاس رسي وړ اتصالات

د جدې بندر ته نژدې د ایران د تیلو په ټانکر "برید شوی دی"


عکس: ارشیف - د ایران د تیلو یو ټانکر
عکس: ارشیف - د ایران د تیلو یو ټانکر

ایراني مقاماتو ویلي دي چې د سعودي عربستان د جدې بندر ته نژدې په سره بحیره کې د ایران د تیلو په یو ټانکر د دوو توغندیو برید شوی دی.

د ایران دولتي اژانس رپوټ ورکړی چې دغه تیل لیږدونکې بېړۍ د توغندیو د برید پر وخت د جدې بندر په جنوب لویدیځ ١٣٠ کیلومترۍ کې وه.

ایراني مقاماتو ندي ویلي چې دغه برید چا کړی دی.

سعودي عربستان هم تر اوسه پدې هکله نظر ندی څرگند کړی.

د رپوټونو له مخې ددغو توغندیو په وجه رامنځ ته شوې چاودنه په بېړۍ کې د اور لگیدو سبب شوی ندی او چاته پدغه برید کې د تاوان رسیدو خبر هم ندی ورکړل شوی.

دا د خلیج په اوبو کې د تیلو د لیږدونکو بیړیو (ټانکرونو) د تگ راتگ په اړه د کړکیچ یوه تازه پیښه ده.

د فارس په خلیج کې د وروستیو میاشتو تاوتریخوالیو په وجه د امریکا د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ کړکیچ نور هم زیات شوی دی.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې د ایران د تیلو په ټانکر کې د چاودنې اړوند رپوټونو نه خبر دي، خو پدې اړه یې د مشخص نظر څرگندولو نه ډډه کړې ده.

ددغه خبر د خپریدو وروسته د تیلو بیه په سلو کې دوه فیصده لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG