د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ وینا ته په غبرګون کې، ډیموکراتانو په حکومت کې مسئولانه بدلونونه وغوښتل


امریکايي سناتوره ایلیسا سلاټکین
امریکايي سناتوره ایلیسا سلاټکین

د متحده ایالاتو کانګرس ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته د ډیموکراتانو د ځواب په توګه، امریکايي سناتورې ایلیسا سلاټکین د سه شنبې په شپه، د مارچ څلورمه (کب ۱۴) وویل، امریکا مسئولانه بدلونونو او په یوه وصل شوې نړۍ کې د فعال رهبر رول لوبولو ته اړتیا لري.

سلاټکین وویل د خوړو، کورونو او روغتیايي خدماتو نرخونه باید کم شي او زیاته یې کړه چې ټرمپ ددې لپاره پلان نلري.

هغې وویل چې عام امریکایان به د تعرفو لوړولو او اقتصادي جګړې، د ملي قرضونو زیاتېدو، د انفلاسیون ممکنه پراخیدو او نور برخو کې د ټرمپ د اقتصادي تګلارو "قیمت ادا کړي."

سلاټکین وویل: "ولسمشر ټرمپ هڅه کوي په بې سارې توګه د خپلو میلیاردرانو ملګرو مرسته وکړي."

هغې د میلیاردر ایلان مسک یادونه هم وکړه چې د ټرمپ لخوا د حکومت د موثریت ادارې مشر ټاکل شوی، او په فدرالي ادارو کې د زیات شمېر کارکوونکو له دندنې څخه د لیرې کولو او د امریکایانو معلوماتو ته د مسک د ادارې د کارکوونکو د لاسرسي موضوعات یې په ګوته کړل.

سلاټکین وویل: "موږ یو ډیر موثر حکومت ته اړتیا لرو. که تاسو د بې ځایه لګښتونو کمول غواړئ نو زه به درسره مرسته وکړم. خو د بدلون پلي کول د ګډوډۍ جوړولو او خلکو ته د ناامنۍ احساس ورکولو ته اړتیا نلري."

هغې تېره اونۍ په سپینې ماڼۍ کې د مشرانو ترمنځ د سختو الفاظو تبادلې ته اشاره کړه. په دغه کتنه کې ټرمپ له زیلینسکي سره سخت الفاظ تبادله کړل او هغه یې "ناشکره" وباله.

سلاټکین وویل له دغه لیدنې کتنې څخه د نړۍ په اړه د ټرمپ دریځ څرګندیږي.

هغې وویل: "هغه د ولادمیر پوتین په څېر دیکتاتورانو سره د اړیکو د ګرمولو او د کاناډا په څېر زموږ دوستانو باندې د غاښونو ماتونکوي ګوزار کولو په عقیده دی... هغه د امریکا رهبرۍ ته د ځمکو او کورونو د معاملاتو د رهنما په سترګه ګوري."

سلاټکین وویل د امریکا ډیموکراسي چې نړۍ ته الهام بخښونکې ده، اوس په خطر کې ده.

ټرمپ د "امریکا لومړۍ" تګلارې ملاتړ کړی چې د پاریس د اقلیم له تړون او د روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا وتل او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) تړل شامل دي.

سلاټکین وویل هغه غواړي چې امریکا د نړۍ رهبري وکړي او دا کار روسیې او چین ته پاتې نشي.

هغې وویل: "د ډونالډ ټرمپ له کارونو ښکاري چې هغه له زړه څخه په دې باور ندی چې امریکا یو استثنايي ملت دی. داسې ښکاري چې هغه په دې باور ندی چې موږ باید نړۍ رهبري کړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG