د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ځانمرګي بریدګر د طراح د نیولو د اوکراین او غزې تر جګړې پورې؛ ټرمپ د امریکا کانګرس ته وینا وکړه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه مارچ څلورمه ( کب ۱۴) د کانګرس غړیو ته په وینا کې وویل چې د جمهوري ریاست دویمې دورې په پیل سره یې "امریکا بیرته راپورته شوې" او د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادونه یې وکړله.

ټرمپ وویل، "شپږ اوونۍ وړاندې زه همدلته ولاړم وم د امریکا د طلایي عصر پیل کیدو اعلان مې وکړ. له هماغې شیبې راهیسې مونږ چټک او نه ستومانه کیدونکي کړنې پیل کړلې تر څو زمونږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو بریالي او ستر عصر په لور وخوځیږو."

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وول چې حکومت یې پدې تیرو ۴۸ ورځو کې دومره ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې اکثریت حکومتونو په څلورو یا اتو کالونو کې نه درلودې.

ټرمپ زیاته کړه چې د لومړي ځل لپاره دیر امریکایان پدې ګمان دي چې هیواد په سم لوري روان دی.

هغه وویل، "په تیرو شپږو اوونیو کې ما نږدې ۱۰۰ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل او په ټول هیواد کې د سالم عقل، خوندیتوب، خوشباورۍ او دولت بیرته ژوندي کیدو لپاره مې څه د پاسه ۴۰۰ اجرائیوي اقدامات وکړل".

د جمهور رئیس ټرمپ د ډیرو فرمانونو په خلاف په محکمو کې عریضې هم شویدي.

د جمهور رئیس ټرمپ د خبرو پر مهال یو شمیر دیموکراتانو د هغه خبرې اخلال کړلې چې بالاخره د استازو مجلس مشر مجبور شو، دیموکرات استازی ال ګرین له تالار څخه وباسي. هغه د ټکزاس ایالت استازی دی.

ښاغلي ټرمپ پخپلو خبرو کې د مکسیکو – متحده ایالاتو تر منځ په جنوبي سرحد کې د اضطراري حالت اعلانیدو یادونه هم وکړله چې په وینا یې د ناقانونه کډوالو راتګ په مخنیوي کې یې مرسته کړې.

هغه وویل، "د واک د ترلاسه کیدو وروسته زموږ حکومت د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بې ساری سرحدي کنټرول او او کډوالو مخنیوی پیل کړی دی. او موږ ډیر ژر د غیر قانوني راتلونکو کډوالو شمیر په تاریخ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی.رسنیو او زموږ د دیموکرات ګوند ملګرو ویل چې موږ د سرحد د کنټرول لپآره د نویو قوانینو تصویب ته اړتیا لرو خو موږ یوازې یو نوي جمهور رئیس ته ضرورت درلود.

جمهور رئیس ټرمپ په بهرنۍ پالیسي کې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې او په اوکراین کې د جګړې یادونه وکړله. هغه د حماس څخه د برمته شویو کسانو په خلاصیدو ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې وویل چې د اوکراین جګړه به پای ته رسوي.

ټرمپ زیاته کړه، "زه همدارنګه د اوکراین د ظالمانه جګړې د ختمولو لپاره نه ستړي کیدونکی کار کوم. میلیونونه اوکراینیان او روسان په دې ناوړه او بې موجبه جګړه کې مړه او ټپیان شوي دي، او پای یې معلوم نه وو. متحدو ایالتونو د اوکراین د دفاع لپاره په سلګونه میلیارده ډالر استولي دي. په داسې حال کې چې اروپا د اروپا د دفاع په ځای له بده مرغه د روسیې د ګازو او تیلو د اخیستلو لپاره ډیرې پيسې مصرف کړي دي. او بایډن د اروپا د ټول مصرف په نسبت اوکراین ته ډیرې پیسې منظور کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG