د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د تابعیت د قانون په ضد او ملاتړ لاریون دوام لري


د دغه قانون په وړاندې مظاهرو کې تر اوسه په ټول هند کې ۲۳ کسان وژل شوي دې.
د دغه قانون په وړاندې مظاهرو کې تر اوسه په ټول هند کې ۲۳ کسان وژل شوي دې.

سلګونو محصلینو د سې شنبې په ورځ (ډسمبر ٢۴) د یوه لاریون په ترڅ کې ددغه قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. د دې قانون یو شمیر منتقدینو په نوې ډهلي کې د هند د صدراعظم نریندر مودي په ضد شعارونه ورکړل.

د دغه قانون له مخې هغو غیر مسلمان پناه غوښتونکو ته چې له ۲۰۱۵ میلادي کال مخکې له افغانستان، پاکستان او بنګله دیشه هند ته کډه شوي د هند تابعیت ورکول کېږي.

مظاهره کوونکو ویل چې د قانون بدلون د بهارتیا جنتا هندو ملتپاله ګوند پروګرام دی او غواړي شاوخوا دوه سوه میلیونه هندي مسلمانان تر فشار لاندې راولي.

یو شمېر نور بیا وایي دا قانون به هند ته د کډوالو ډلې ور سر کړي.

د نوې ډهلي یو اوسېدونکی ویشوم پرکاش چې د دې قانون په ضد لاریون کې یې برخه اخیستې وایي "زه دلته د تابعیت د قانون د تعدیل د غندلو لپاره راغلی یم. خو تر ټولو مهمه دا ده چې دا اعتراض زمونږه حق دی چې د حکومت له خوا سلب کیږي. دا ډیره مهمه ده مونږ خپل دا حق په هر حال کې، که حکومت زمونږ د دریځ سره موافق وي که نه وي، وساتو."

په دې لاریون کې مدني فعال یوگندرا یادف بیا وایي"دا لاریون اوس په ټول هیواد کې په یو غورځنگ بدل شوی چې هیڅ څوک یې مخه نشي نیولی. خلک پخپله خوښه واټونو ته راوځي او غواړي چې اول؛ د ملي تابعیت ثبت بند کړي او دویم؛ د تابعیت نوی قانون لغوه شي."

د ډهلي تر لاریون یوه ورځ مخکې د مودي هندو ملتپاله بھارتیه جنتا ګوند د ایالتي مقننه ټاکنو مهمه برخه بایللې ده.

د حاکم ګوند بهارتیا جاناتا په مشرۍ د هندوستان حکومت وايي چې د تابعیت قانون یې د هغو کسانو لپاره تعدیل کړی چې د مذهبي ځورونو لپاره یې هند ته پناه وړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي یو وار بیا د تابعیت د قانون د بدلون دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون د هندوستان له خلکو په تېره بیا مسلمانانو سره هېڅ ارتباط نه لري.

د دوشنبې په ورځ د (ډسمبر ٢٣) د هند دوو مخکښو گوندونو بهارتیا جنتا او د کانگرس مخالف گوند د تابعیت د قانون په ضد او ملاتړ د دوو سترو اعتراضونو مشري کوله.

د کانگرس گوند مشرې سونیا گاندي او د هند پخواني صدراعظم من موهن سینگ په پلازمینه نوې ډهلي کې د دې قانون ضد لاریون کې برخه واخیستله او په کلکته کې د دوشنبې په ورځ د حاکم گوند بي جي پي د دې قانون په ملاتړ لاریون وکړ.

په پارلمان کې د بهارتیا جناتا گوند غړې روپا گنگولي وویل "د هغو خلکو شمیر چې د دې قانون په ملاتړ لاریون کوي تر هغو زیات دی چې د دې قانون په ضد واټونو ته راوتلي دي. مونږ دا لاریون د سولې ایزې موخې لپاره جوړ کړی څو هغه خلک هم وښیو چې له بیلابیلو سیمو څخه د دې قانون ملاتړ کوي."

خو مظاهره کوونکي په ټوله کې د قانون نوی تعدیل د هندوستان د اساسي قانون د سیکولرستیک اساس سره په ټکر کې بولي.

د دغه قانون په وړاندې د دولسو ورځو مظاهرو په جریان کې په ټول هند کې ۲۳ کسان وژل شوي دې.

د هند پولیسو او چارواکو ویلي چې دوی د ګرځبندیز او بیړنیو قوانینو د ماتولو له امله شاوخوا اوه زره مظاهره چیان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG