د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام اتمه ورځ؛ هند په یوې په زړه پورې لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړه


Britain CWC Cricket
Britain CWC Cricket

د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې هند په یوې زړه پورې لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړه او په دغه جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وګټله.

پاکستان هند ته په شلو اورونو کې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې هند په وروستي توپ دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

دا لوبه د استرالیا د ملبورن په لوبغالي کې وشوه. د رسمي شمېرو له مخې په میدان کې تر ۹۲۰۰۰ زیات نندارچیان ناست وو.

تر لوبې مخکې د هند او پاکستان د کرکټ ځینو مینه والو له امریکا غږ سره خبرو کې د خپلو لوبډلو د بري هیلې څرګندې کړې وې.

د هند د لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي ۸۲ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبه. ویرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د نړیوال جام په بلې لوبې کې بیا سري لانکا ایرلند ته ماتې ورکړه. دا دواړه ټیمونه د افغانستان سره په یو ګروپ کې دی.

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې لوبغاړي نن له پرت ښار څخه ملبورن ته راغلل چې له نیوزلنډ او سري لانکا سره لوبو ته تیاری ونیسي. افغانستان د چهارشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره لوبه لري.

XS
SM
MD
LG