هند په دوبۍ کې د چمپينز ټرافي کرکټ سیالیو کې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب پنځم) پاکستان ته ماتې ورکړه او د چمپینز ټرافي سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وکړه.
پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د سعود شکیل د ۶۲ او کپتان محمد رضوان د ۴۶ منډو په مرستې یې هند ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
هند دا هدف په ۴۳م اوور کې پوره کړ. د هند لوبغاړي ویرات کوهلي سلیزه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ویرات کوهلي همدغه راز په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې ۱۴۰۰۰ منډې هم پورې کړې.
د هند په توپ اچوونکو کې کولدیپ یادوف درې او هادریک پانډیا دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان شاهین شاه اپریدي دوه او ابرار احمد او خوشدل شاه یو- یو هندي لوبغاړي اوټ کړل.
دا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د پاکستان دویمه پرلپسې ماتې ده. په لومړۍ لوبې کې څو ورځې مخکې نیوزلنډ د کراچۍ په ښار کې ماتې ورکړه.
که سبا نیوزلنډ له بنګله دېش څخه لوبه وګټي، پاکستان د چمپینز ټرافي له سیالیو څخه بهر کېږي. او که بنګله دېش وګټله او پاکستان هم په خپلې وروستۍ ګروپي لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، بیا به د دغو دریو لوبډلو په منځ کې د منډو لوړ اوسط لرونکې لوبډله نیمه پایلوبو ته وځي.
پاکستان د دغو سیالیو کوربه دی، خو پاکستان ته د هند د لوبډلې د نه ورتلو له کبله پاکستانۍ لوبډله دوبۍ ته ته تللې وه.
فورم \ دبحث خونه