د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان کرکټ ته بل تاوان؛ فخر زمان له چمپینز ټرافي څخه ووت


د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنخ لوبه کې فخر زمان د سینې له درد څخه شکایت وکړ.
د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنخ لوبه کې فخر زمان د سینې له درد څخه شکایت وکړ.

د کرکټ د چمپینز ټرافي د کوربه پاکستان مخکښ لوبغاړی فخر زمان د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۰ (کب دوهمه) د ژوبل کېدو له کبله له چمپینز ټرافي څخه ووت.

پاکستان په داسې حال کې خپل دغه پرانیستونکی توپ وهونکی په روان ټورنمنټ کې له لاسه ورکړی چې د یکشنبې په ورځ له هند سره مخامخ کیږي.

د چمپینز ټرافي لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنخ وه او نیوزیلنډ وګټله.

فخر زمان ددې لوبې په پیل کې د سینې قفس له بریښ څخه شکایت وکړ. هغه په دې لوبه کې په ۴۱ توپونو یوازې ۲۴ منډې وکړې.

د پاکستان دغه چپ لاسي ۳۴ کلن توپ وهونکي ۸۶ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې او د منډو اوسط یې یوازې ۴۶ دی.

فخر زمان په ټولنیزو رسنیو کې لیکلی: " له بده مرغه زه اوس د چمپینز ټرافي څخه بهر شوم. خو یقینا الله غوره پلان جوړونکی دی. له دې فرصت څخه مننه. زه به له کوره د خپل ټیم ملاتړ کوم. دا یوازې پیل دی. زه به بیرته پیاوړی راستنیږم."

د چمپینز ټرافۍ په لومړنۍ لوبه کې له نیوزیلنډ څخه له ماتې خوړلو وروسته، پاکستان باید په ټورنمنټ کې د پاتې کېدو لپاره د یکشنبې په ورځ هند ته ماتې ورکړي.

د چمپینز ټرافي په ۵۰ اوریز ټورنمنټ کې په اې ګروپ کې پاکستان، نیوزیلنډ، بنګله دیش او هند شامل دي. په بي ګروپ کې افغانستان، جنوبي افریقا، انګلنډ او استرالیا دي.

د دواړو ګروپونو څخه د سر دوه ټیمونه به نیمه پایلوبو ته لار مومي او پایلوبه د مارچ په نهمه کیږي.

ددې راپور ځینې معلومات له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG