د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا نړیوال جام کې درېیمه لوبه هم وبایلله- کرکټ


هند د نړیوال جام سیالۍ په بري پیل کړې
هند د نړیوال جام سیالۍ په بري پیل کړې

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د روان جام په سیالیو کې هند په خپلې لومړۍ لوبې کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

هند د دغو سیالیو د ګټلو یو مدعي بلل کیږي. دا د جنوبي افریقا درېیمه پرلپسې ماتې وه. دوی خپله لومړۍ لوبه پر انګلنډ او دویمه پر بنګله دېش بایللې.

لوبه د چهارشنبې په ورځ (جون۵) د انګلنډ په ساوتمپتن کې وشوه.

جنوبي افریقا د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته په ۵۰ اورونو کې ۲۲۷ هدف وټاکه چې هند په ۴۸ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د هند اوپنر بیستمین روهیت شرما ۱۲۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. د هند توپ اچوونکي چاهال څلور مخالف لوبغاړي وسوځول.

د پنجشنبې په ورځ د آسترالیا او ویسټ انډیز ترمنځ لوبه ده. دوی دواړو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG