د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یوې محکمې په ګیانواپي جومات کې هندوانو ته د عبادت اجازه ورکړه


د هند په اتراپردېش ایالت کې د ګیانواپي جومات
د هند په اتراپردېش ایالت کې د ګیانواپي جومات

د هند په اتراپردېش ایالت کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) په دغه ایالت کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د یوې حساسې مذهبي شخړې په اړه د حکم په صادرولو سره هندوانو ته اجازه ورکړه چې د ګیانواپي په جومات کې دننه عبادت وکړي.

د وارانسي یا بنارس په ښار کې د ګیانواپي جومات یو له څو جوماتونو څخه دی چې هندو فعالان چې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند له خوا یې ملاتړ کیږي، له لسیزو راهیسې د مسلمانانو څخه یې د بیرته ترلاسه کولو هڅه کوي.

دا جومات په ۱۷ پېړۍ کې د مغولي امپراتورۍ لخوا په هغه ښار کې جوړ شوی چې د هندوانو لپاره لوړ دیني ارزښت لري او هغوی له ټول هند څخه راځي چې د ګنګا سمندر په غاړه د خپلو عزیزانو جسدونه وسوزوي.

د محکمې د حکم په اساس هغه هندوان چې باور لري دا جومات د شیوا مندر په کنډوالو باندې چې د هندوانو الهو څخه ده، جوړ شوی، کولای شي ددې جومات د ودانۍ تر ځمکې لاندې عبادت وکړي.

دغه حکم ځايي مقاماتو ته امر کړی چې په دې جومات کې د هندوانو د عبادت د اسانتیا لپاره "تر اووو ورځو پورې لازم ترتیبات" ترسره کړي.

د هند د ځايي رسنيو د راپور له مخې، د دغه هېواد د لرغونپوهنې رياست تېره مياشت ويلي وو، چې د دغه جومات د ځای په اړه څېړنه دا تائیدوي چې دا ځای په اصل کې د يوه معبد ځای و.

ښي اړخې هندو ډلې ادعا کوي چې په هند کې د مغولو د واکمنۍ پر مهال څو جوماتونه په هغو ځایونو کې جوړ شوي چې په اصل کې د هندوانو لرغونو معبدونو په کې موقعیت درلود.

د هند صدراعظم نریندرا مودي تېره اوونۍ د هند په ایودیا ښار کې د شیوا معبد چې د بابري جومات په کنډوالو کې جوړ شوی پرانست.

د ۱۶مې پېړۍ بابري جومات چې پخوا پر دغه ځمکه کې موجود و، په ۱۹۹۲ کال کې د سخت دریځو هندوانو له خوا ونړول شو، چې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ یې پراخ تاوتریخوالی رامنځته کړ چې له امله یې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول چې اکثر یې مسلمانان وو.

د بابري جومات په اړه اوږدمهاله حقوقي شخړه په ۲۰۱۹ کال کې د هند سترې محکمې پای ته ورسوله، چې د دغه جومات پر کنډوالو د شیوا مندر جوړولو ته یې اجازه ورکړه.

د نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند چې د مغولو امپراتورۍ لاندې په هند کې د مسلمانانو د واکمنۍ دوره د "غلامي دورې" په توګه یادوي، د بابري جومات پرځای د رام مندر جوړول په هند کې د هندو واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼي؛ کومه چې د دوی په وینا، د مغولو او بریتانوي استعمار د واکمنۍ پر مهال کمزورې شوې وه.

مودي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د هندوانو په دودیز جامو کې د رام مندر د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و، په مراسمو کې په وینا کې وویل: "زموږ الهه رام، له پیړیو انتظار وروسته بیرته راغلی دی." هغه زیاته کړه چې دا معبد چې د "بې شمیره قربانیو" وروسته جوړ شوی، د "غلامۍ مفکورې او د غلامۍ د زنځیرونو د ماتولو" لپاره د هند دریځ په ګوته کوي.

د هند صدراعظم وویل چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۲۲ - د رام مندر د پرانیستلو ورځ - یوازې یوه نیټه نه ده، بلکې د "نوي عصر څرک" دی.

د ۲۰۱۴ کال راهیسې چې مودې واکمن شوی په هند کې د هندوانو واکمني په چټکۍ سره وده کړې، او دې مسلې د هند ۲۱۰ میلیون مسلمانان د خپلې راتلونکي په اړه اندیښن کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG