د لاس رسي وړ اتصالات

هند نړۍ کې دوهم هېواد شو چې ډېر وګړي یې په کرونا اخته دي


هند اوس د کروناویروس د زیاتو مثبتو پیښو په درلودلو سره په نړۍ کې دوهم هیواد شو او له برازیل څخه چې د امریکا د متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد و، مخکې شو.

د هند د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ سپتمبر اومه د ۹۰۸۰۲ نویو پیښو د ثبت خبر ورکړ چې دا په یوه ورځ کې په کروناویروس د اخته کیدو نوی نړیوال ریکارډ دی.

په هند کې اوس څه دپاسه ۴.۲ میلیون کسان په کروناویروس اخته دي او ددې هیواد د مړو شمیر ۷۱۶۴۲ تنو ته رسیدلی دی. یواځې د دوشنبې په ورځ په هند کې ۱۰۱۶ تنه کرونا مړه کړي دي.

برازیل اوس د کروناویروس د پیښو د زیاتوالي په وجه درېیم هیواد دی چې ۴.۱ میلیون کسان په کې په کرونا اخته شوي او تر اوسه ۱۲۶۶۵۰ تنه مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې لومړی هیواد دی او د کرونا د مثبتو پیښو شمیر یې ۶.۳ میلیون کسانو ته رسیدلی دی او تر اوسه پدې هیواد کې ۱۸۹۰۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

له بلې خوا دا پداسې حال کې دي چې د هند په پایتخت ډهلي کې د میترو د ترانسپورتي سیستم یواځې ژیړ لین نن دوشنبې د سپتمبر په دوهمه بیرته فعال شوی دی، خو پریکړه شوې چې ریل ګاډي به څلور ساعته په سهار کې او څلور ساعته په ماښام کې فعالیت کوي.

د ډهلي نوی میترو سیستم چې ددې هیواد تر ټولو پراخ سیستم دی د مارچ په میاشت کې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر ددې هیواد د نورو ترانسپورتي سیستمونو سره یو ځای تړل شوی و.

د ریل ګاډو ټول مسافر تر سپریدو دمخه د بدن د حرارت لپاره معاینه کیږي او ټول مسافر باید ماسک وتړي او همداشان په ریل ستیشنونو او ریل ګاډو کې باید ټولنیز فزیکي واټن وساتي.

همداشان ټول مسافر باید د نغدو پیسو پر ځای له کارتونو نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG