د لاس رسي وړ اتصالات

هند له روسیې نه د اس۴۰۰ میزایلو په اخیستلو موافقه وکړه


د اس-۴۰۰ میزایلو دفاعي سیستم
د اس-۴۰۰ میزایلو دفاعي سیستم

مسکو د جمعې په ورځ (اکتوبر ٥) اعلان وکړ چې نوي ډهلې له روسیې نه د اس-۴۰۰ میزایلو د دفاعي سیستم په اخیستلو موافقه وکړه.

دا موافقه پداسې حال کې کیږي چې دوه ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو هند ته خبرداری ورکړ چې که نوی ډهلې له مسکو نه دفاعي سیستم واخلي د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ شي. خو د واشنگټن له خبرداري سره سره نوي ډهلي د روسیې نه د اس-۴۰۰ میزایلو په اخیستلو موافقه وکړه.

که څه هم چې دغه موافقه په عام محضر کې نده لاس لیک شوې خو د رپوټونو له مخې هند ته د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سفر په ترڅ کې لاس لیک شوې ده.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ترمنځ له خبرو وروسته د دواړو هیوادونو مقاماتو اته موافقې لاس لیک کړې چې اټومي انرژي او د اور گاډي پټلۍ غزول په کې شامل دي.

د کریملین ویاند دیمتری پسکوف، ویلي چې "دغه موافقه د {ْنوي ډهلي} د غونډې په حاشیې کې لاسلیک شوه".

د میزایلو ددغه سیستم مجموعي ارزښت پنځه ملیارد ډالره اټکل شوی دی. د اس-۴۰۰ میزایلو سیستم به هندي پوځیان پدې وتوانوي چې جنگي الوتکې او میزایل "په بیسارې توگه" په نښه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي هغه هیوادونه چې د روسیې دفاعي او استخباراتي سکتور سره تعامل ولري د واشنگټن له بندیزونو سره به مخامخ شي. دغه بندیزونه د هغه قانون له مخې لگول کیږي چې "د بندیزونو له لارې د امریکا د دښمنانو سره مقابله" نومیږي او جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ٢٠١٧ کال په اگست کې توشیح کړی دی.

د سړې جگړې په ترڅ کې د هند څه دپاسه ٨٠ فیصدي جنگي وسایل روسي وو، خو په څو وروستیو لسیزو کې هند امریکایي وسلې هم اخیستي دي. اوس امریکا هند ته د وسلو ستر برابرونکی هیواد دی او یواځې په تیره یوه لسیزه کې یې د ١٥ میلیارد ډالرو په ارزښت په هند وسلې پلورلي دي.

XS
SM
MD
LG