د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ هند د تاج محل په ګډون ټول تاریخي ځایونه بند کړل


هند د تاج محل لرغونې ماڼۍ او نور تاریخي سیمې د نندارچیانو پر مخ تړلي دي چې د کروناویروس د پراخیدو مخنیوی وشي.

د هند د کلتوري چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دا ډیره مهمه ده چې خلک په اګره ښار کې ددغه یادګاري څلې څخه لرې اوسي.

تاج محل چې سیلانیانو ته د نړۍ یو د خورا مشهورو محلونو څخه دی چې هره ورځ شاوخوا ۲۰ زره هندي او بهرني سیلانیان یې لیدلو ته ورځي او دغه شمیر د اونې په پای کې دوه چنده کیږي.

په هند کې د سیلانیانو لسګونه مشهور تاریخي ځایونه پداسې حال کې تړل کیږي چې ددې هیواد اکثر ښوونځي، پوهنتونونه، تجارتي بازارونه تړل شوي او ورزشي لوبې هم پدې هیله بندې شوي چې د کروناویروس د پراخیدو مخنیوی وشي.

په هند کې د سه شنبې تر ورځې پورې د کروناویروس ۱۳۰ پیښې تائید شوي او د مړو شمیر یې دریو تنو ته رسیدلی دی.

هند چې ۱.۳ میلیارده نفوس لري تر اوسه یې د کرونا په وجه ۶۰۰۰ کسان ټیست کړي چې په عمومي توګه هغه خلک دي چې د بهر نه راستانه شوي او یا هغوی چې له دغو کسانو سره یې تماس نیولی دی.

XS
SM
MD
LG