د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې دکرونا له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۰۰ کسان مړه شوي


د هند په ځینو روغتونو کې د ناروغانو لپاره کافي بسترې، دارو درمل او اکسیجن نشته.
د هند په ځینو روغتونو کې د ناروغانو لپاره کافي بسترې، دارو درمل او اکسیجن نشته.

په هند کې چارواکي وایي پدې هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۲۰ میلونو واوښت.

د هند د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۳۴۰۰ مړه شویدي.

د هند د حکومت رسمي ارقام ښیي چې د مارچ د میاشتې د پای راهېسي پدې هېواد کې شاوخوا اته میلونه کسان تازه د کرونا په ویروس اخته شوي خو اکثریت کسان بیا شک لري چې دا ارقام ښایي تر دې هم زیات وي.

په هند کې د کرونا د ویروس دا څپه پداسې حال کې په شدت مخ په خپرېدو ده چې هلته روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د اکسیجن د سخت کمښت سره مخ دي.

سره لدې چې هند ته د څو هیوادونو روغتیایي مرستې رسیدلي خو د دې هیواد په روغتونونو کې لا هم د ناروغانو لپاره کافي بسترې، دارو درمل او اکسیجن نشته.

د پایتخت نوي ډهلي په ګډون په ځېنو ښارونو کې ناروغان د روغتون نه بهر د امکاناتو نه درلودو په وجې مړه شوي.

په هند کې مطبوعاتو ویلي چې یوازې ۲۴ ناروغان د کرناټکا په ایالت کې چې د هېواد په جنوب کې دی، په روغتون کې د اکسیجن د خلاصېدو له وجې مړه شول.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې ۱۲ کسان د شنبې په ورځ د نوي ډهلي په یو روغتون کې د اکسیجن د خلاصیدو له کبله مړه شول.

ګڼ شمیر روغتونو د اکسیجن د تر لاسه کولو لپاره په ټولنزیو شبکو کې د مرستې غږ کړی. په نوي ډهلي کې د ماشومانو یو روغتون په ټویټر کې لیکلي، که پر وخت اکسیجن ورنکړل شي، د ۲۵ یا ۳۰ ماشومانو ژوند د خطر سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG