د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او طالبانو اړیکي ښه کېږي خو په وړاندې یې خنډونه شته - شنونکي


د شنونکو باور په دې وروستیو کې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکي تر یوې کچې ګرمې شوي دي، خو په وینا یې، د دغو اړیکو د لا غوړېدو په وړاندې لا هم یو شمېر خنډونه موجود دي.

وروسته له هغه چې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت وتړه، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزرات مرستیال عباس ستانکزي وویل چې په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان د قونسلګریو مسئولینو له دوی سره په تماس کې دغه سفارت بیرته پرانیست. شنونکي په هند کې د افغان سفارت بیا پرانیستل کېدو ته د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په سترګه ګوري.

د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو له ښکاره پیل وروسته دواړه اړخونه یو له بل څخه څه غواړي؟ د هند د جندال پوهنتون څېړونکی راګاو شرما وايي، هند به له طالبانو د هغو ګروپونو چې د هند د ګټو سره په ټکر کې دي، پر خلاف اقدام کول وغواړي.

راګاو شرما وویل: "هند به همدا ډول له طالبانو څخه د حساسو موضوعاتو لکه کشمیر په اړه د تېز نظر نه ورکول وغواړي. طالبان به په بدل کې له هند څخه د طالبانو سره د رسمي اړیکو او د دوی د دپلوماتانو منل او ورسره د افغانانو لپاره د ویزو بیا پیل وغواړي."

یو شمېر نور شنونکي د هند لخوا د کډوالو او پرمختیايي پروژو په برخه کې د همکارۍ د پېلېدو اټکل کوي. د سویډن د اپسالا پوهنتون استاد اشوک سوین وايي، هند د امریکا د متحدو ایالتونو سره پدې اړه لا له پخوا ښکېل وو.

اشوک سوین وویل: "په دغه اړه کارونو زیات پرمختګ نه دی کړی. دوی د کابل پر سیند او د هغه سیند چې د ایران لورې ته بهیږي، یو څه کارونه هم ترسره کړي وو. یو څو داسې سکتورونه موجود دي، چې دواړه هیوادونه پرې کار کولای شي."

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر فرید ماموندزی د طالبانو او هند اړیکي له ننګونې ډکې بولي. نوموړی وايي، د افغانستان سره د هند د حکومت د مرستو روایت له حقیقتونو سره په ټکر کې دی.

ماموندزی زیاتوي: "هغه څه چې موږ پدې اړه د هند له مشرتابه اورو، هغه له هغو مرستو چې د افغانانو سره یې هند کوي، مختلفي دي. که یواځې ویزو ته وګورو په تېرو ۲۷ میاشتو کې هند افغانانو ته له ۳۰۰ کمې ویزې ورکړي دي."

شنونکي د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو موجودیت، د هند او طالبانو مجبوریت ګڼي.

راګاو شرما وايي، فکر نه کوي چې هند او طالبان دې یو پر بل باور وکړي خو زیاتوي چې"هند پرته لدې چې له طالبانو سره کار وکړي، اوس مهال بل انتخاب نه ګوري. روسیه او ایران چې په ۱۹۹۰یمه کې د طالبانو له مخالفینو څخه ملاتړ کاوه، دوی د طالبانو په تړاو د چین او پاکستان سره اړیکې ټینګې کړي."

د هند او طالبانو ترمنځ اړیکي وروسته له هغه ګرمې شوي، چې په ښکاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو څه خړې پړې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG