د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي سفر


د امیرخان متقي سره د هندي دپلومات کتنه
د امیرخان متقي سره د هندي دپلومات کتنه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند ځانګړي استازي جي پي سنګ چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان چارې څارې کابل ته د خپل سفر پرمهال د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراخیدو خبرې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا د پنجشنبې د ورځې ناوخته مارچ اووم ( کب ۱۷) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هندي دپلومات په ځانګړي ډول د چابهار بندر له لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په زیاتیدو خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " په دې ليدنه کې د افغانستان او هند پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو هراړخيزې خبرې وشوې.

په دې خبرپاڼه کې د جي پي سنګ له قوله ویل شوي: " ښاغلي جې پي سنګ د هندوستان او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې هندوستان په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې بشري مرستې کړې دي".

همداشان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جې پي سنګ په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، داعش او فساد سره د طالبانو د حکومت د مبارزي ستاینه کړې او ویلي دي چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

په دې خبرپاڼه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې د هند له بشري مرستو یې مننه کړې او ادعا یې کړې چې د خپل متوازن بهرني سیاست له مخې غواړي چې د سیمې د یو مهم هیواد په توګه له هند سره سیاسې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

دغه وزارت ویلي چې همدا ډول متقي د جي پي سنګ څخه د سوداګرو، مریضانو او محصلینو د ویزو اړوند د اسانتياوو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغه هندي دپلومات سره د جمعې په ورځ مارچ اتم ( کب ۱۸) د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان سوداګرو یوې ډلې کتلي دي.

دغه وزارت ویلي" په دې لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوادګرو د ویزو په مسایلو خبرې وشوې".

دغه هندي ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم کتلي دي.

د بلې خوا د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغه هندي دپلومات سره یې په کتنه کې د افغانستان او سیمې اړوند مسلو خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي د جي پي سنګ څخه د تعلیم په برخه کې ددغه هیواد د همکاریو د ادامې غوښتنه هم کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو بهرنیو هیوادونو په څیر هند هم په کابل کې خپل سفارت تړلی وو، هند د ۲۰۲۲ کابل په وروستیو کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستی دی. خو تراوسه ددغه سفارت له خوا افغانانو ته د ویزو د ورکولو بهیر نه دی پیل شوی.

هند لا هم د افغانستان یو ستر اقتصادي شریک دی د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د شمیرنو له مخې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو دریو ربعو کې هند ته د ۴۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي چې د پاکستان وروسته ترټولو زیات توکي هند ته صادر کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د افغانستان ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درییم ځای لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG