د لاس رسي وړ اتصالات

هندي کشمیر کې د نا امنیو پېښو کې 'درې یاغیان' وژل شوي او نهه نور کسان ژوبل شوي


په هند کې چارواکي وايي امنیتي ځواکونو یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې درې تر شک لاندې وسله‌ وال کسان وژلي او په یو جلا بمي برید کې نهه تنه نور ژوبل شوي‌دي.

د هند پوځ د یکشنبې په ورځ نومبر درېیمه‌ (لړم ۱۳) په یو بیان کې ویلي چې هندي ځواکونو د شنبې په ورځ د اننتناګ ولسوالۍ په یوې ځنګلي سیمې کې له یوې وسله‌والې ډلې سره په مخامخ نښته کې دوه یاغیان وژلي دي.

دغه راز د کشمیر په سرینګر ښار کې پولیسو او نیمه پوځي منسوبینو په جلا عملیاتو کې یو وسله‌وال کس وروسته له هغې وواژه چې په یو کور کې د پټېدو له امله د پولیسو له خوا کلابند شوی و. پولیس وايي په دې پېښه کې څلور نظامیان ټپیان شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې هندي‌ ځواکونو لومړی هغه کور ته اور ورته کړی چې یاغیان په کې پټ شوي و. دا هغه دود شوی تاکتیک دی چې هندي سرتیري ترې د هیمالیا په سیمه کې کار اخلي. دا پېښه په خپلواکه توګه تر اوسه چا نه ده تائيد کړې.

په همدې حال کې هندي‌ مقامات وايي چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو بریدګر په یو مارکیټ کې لاسي بم غورځولی او لږ تر لږه نهه تنه یې ژوبل کړي دي.

پولیس وايي چې دا پښه په سرینګر کې شوې او ښکاري چې د بریدګر هدف د پولیسو د ګزمې یو موټر و. پېښه د یکشنبې په ورځ شوې چې په بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.

پولیس وايي ژوبل شوي کسان روغتون ته انتقال شوي او د بریدګر لټون یې پیل کړی دی.

هند او پاکستان هر یو د کشمیر یوه برخه اداره کوي، خو دواړه د دغې سیمې د بشپړ مالکیت ادعا کوي. په اټومي وسلو سمبال دغو دوو سیالانو په ۱۹۴۷ کال کې د برتانیې له استعمار څخه د خپلواکي له ترلاسه کولو وروسته دوه ځل د کشمیر پر سر جنګیدلي دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وسله وال له ۱۹۸۹ کال راهیسې د هند د حکومت پر ضد جنګېږي. اکثره کشمیري مسلمانان د هند په وړاندې د دغو وسله‌والو د مبارزې ملاتړ کوي تر څو د کشمیر ټوله خاوره له پاکستان سره یوځای شي او یا د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځ ته شي.

هند ټینګار کوي چې په کشمیر کې وسله‌وال د پاکستان له خوا د تروریزم د تمویل یوه برخه ده خو پاکستان دا تور ردوي او زیات شمېر کشمیریان دا د هند په وړاندې د خپلواکۍ یوه مشروع مبارزه ګڼي. د کشمیر په جګړو کې لسګونه زره ملکي وګړي، یاغیان او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG