د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواکونو لیکو کې داخلي بریدونه ۸۲ سلنه زیات شوي- سیګار


افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سر مفتش دفتر (سیګار)‌ وايي‌ چې د ۲۰۲۱ په لومړۍ برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه ۸۲ سلنه زیات شوي دي.

د سیګار دا تازه راپور د اپریل په ۲۹ (غوايي۹) ‌د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس ته خپور شوی دی.

په راپور کې راغلي‌ دي چې په دغو بریدونو کې ۱۱۸ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل دي.

سیګار وايي اجازه نلري چې په راپور کې د افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپرې کړي.‌ وايي افغان حکومت له امریکايي ځواکونو څخه غوښتي چې دا شمېرې خپرې نکړي.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اپریل تر ۳۱ پورې د افغان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه ثبت شوي‌ دي.

دا بریدونه تېرکال د همدغې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوي دي.

راپور وايي‌ د دا ډول ډېرو بریدونو تر شا وسله وال طالبان دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی دی چې د پلان په اساس سر له سبا (مۍ۱) له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیلیږي او د همدغه کال د سپتمبر په میاشت کې به بشپړ شي.

سیګار وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سربېره به د امریکا د دفاع وزارت ۱۷۰۰۰ قراردادیان هم له افغانستان څخه وځي.

په دوی کې ۶۱۴۷ امریکایان، ۶۳۹۹ د نورو هېوادونو او ۴۲۸۶ یې افغانان دي.

په امریکا کې د یوې خصوصي مطالعې په اساس، چې د همدغې میاشتې په پيل کې خپره شوې، په افغانستان کې د ۲۰۰۱ د اکتوبر له میاشتې راهېسې پیل شوې جګړې کې ۲۴۱زره کسان وژل شوي چې امریکایان، افغان امنیتي سرتېري، پولیس، ولسي خلک او د حکومت ضد وسله وال په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG