د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې وسله والو ١١ امنیتي کارکوونکي په ډزو وژلي


د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوه له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي چې پکې د دولت د وسله والو مخالفینو شتون زیات لیدل کیږي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوه له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي چې پکې د دولت د وسله والو مخالفینو شتون زیات لیدل کیږي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو مخالفینو ۱۱ افغان امنیتي کارکوونکي په دې ولسوالۍ کې په ډزو وژلي دي.

چارواکي وایي، چې په وژل شویو کې درې د ملي امنیت کسان، ۸ نور د اردو او پولیسو سرتېري وو.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ امینه قوماندان څارمن محمد هاشم ځواک وایي " څه موده وړاندې د دولت وسله والو مخالفینو یولس تنه افغان امینتي کسان پدې ولسوالۍ نیولي وو چې تېرماښام یې ټول د کمال خیلو په کلي کې په ډزو سره وژلي دي. "

د اندړو ولسوالۍ امینه قوماندان زیاتوي، وسله والو مخالفینو په دې ولسوالۍ کې هغو کسانو ته چې په دولتي ادارو کې کار کوي خبردارۍ ورکړی، که چېرې دوی ته په لاس ورشي نو په ډزو سره به یې ووژني.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یوه له نا امنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي چې پکې د دولت د وسله والو مخالفینو شتون زیات لیدل کیږي.

د تېر لمریز کال په وروستیو کې د غزني د ولایتي شورا غړیو پدې ولسوالۍ کې د داعش د دوسله والو د شتون له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو د غزني امنیتي چارواکي وایي چې پدې ولایت کې داعش په کامل ډول له مینځه تللی دی.

غزني د افغانستان یو له نا آرامو ولایتونو څخه دی چې په یو شمېر سیمو کې د دولت د مخالفو وسله والو شتون زیات تر سترګو کیږي او د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ له تېرو لسو کلونو راهېسې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده او هم ددغې ډلې مهم مرکز ګڼل کیږي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر دې وړاندې هم څو ځلې افغان امنیتي سرتېري تر نیولو وروسته په ډزو سره وژلي دي.

د غزنې له پېښې وړاندې مخالفو وسله والو د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت یولس سرتېري وژلي او دولس نور یې له ځان سره بولي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG