د لاس رسي وړ اتصالات

روژه نیول عمر اوږدوي – څیړنه


په نیمه ورځنۍ روژه کې د خوراک نه پرهیز کیږي، خو د کالوري نه لرونکو اوبو او مایعاتو د څښاک سپارښتنه کیږي، په ځانگړې توگه په گرمه هوا کې.

د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې په اونۍ کې دوه ورځې نیمه ورځ یا په منقطعه (Intermittent Fasting) بڼه روژه نیول او د ١٦ نه تر ١٨ ساعتونو پورې له خوراک نه ډډه کول ښایي د زیاتو ناروغیو د درملنې کلي وي.

دغه څیړنه چې د نیو انگلنډ په طبي ژورنال کې خپره شوې د وینې د فشار کمیدل، د ماغزو سم فعالیت، د وزن کمیدل او د عمر اوږدوالی ددغه ډول روژې د گټو څخه گڼلي دي.

ډاکتران له اوږدې مودې راهیسې خپل مراجعین د زیاتې چاغۍ، شکرې، قلبي او سرطان ناروغیو د درملنې لپاره خپل مراجعین نیمه ورځنۍ یا منقطع روژې نیولو ته هڅوي. پدې ډول چې هغه دوه ورځې چې روژه نیسي باید د ٥٠٠ کالوریو نه زیاته انرژي وانخستل شي.

پدغه څیړنه کې شاملو پوهانو ویلي دي چې په خوراک کې وقفه یا په بل عبارت په اونۍ کې دوه ورځې روژه نیول ددې سبب کیږي چې د بدن سلولونه د خپلو غوړو له زیرمو نه استفاده وکړي او د بدن متابولیزم ښه شي.

ددې څیړنې په نتیجه اخیستلو کې د جاپان د اوکیناوا جزیرې اوسیدونکو ته اشاره شوی چې د عمر په اوږدوالي مشهور دي. د اوکیناوا خلک د کمې انرژۍ او کمې کالورۍ لرونکي غذاگانې خوري او اکثر یې د خوراکي توکیو نه په روژه کیدو عادت دي، خو مایعات استعمالوي.

دمخه تر دې یوې بلې څیړنې هم ثابته کړې وه چې په متناوبه توگه روژه نیول د انسولین په وړاندې مقاومت ښه کوي او له دې لارې د شکرې په مرض اخته ناروغانو د بدن د وینې شکره ثابته پاته کیږي.

د یوې بلې څیړنې له مخې دغه ډول روژه نیول د ماغزو د فعالیت د ښه کیدو سبب کیږي او د استرس په مقابل کې د بدن مقاومت زیاتوي.

خو په نیمه ورځنۍ روژې باندې عادت کیدل یو څه مشکل دي په ځانگړې توگه د هغو خلکو پلاره چې په درې وخته غذا خوړولو روږدي دي.

څیړونکي همداشان وایي چې ددې ډول روژې نیولو په لومړیو اونیو کې کیدای شي خلک د لوږې، بدچلند ، بد خلقۍ او همداشان د تمرکز د کموالي له ستونزو سره مخامخ شي، خو د هغوی په وینا له څو اونیو نه وروسته دوی ددې وضعیت سره عادت کیږي.

XS
SM
MD
LG