د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال شل اوریز کرکټ لیګ اتلولي هغې لوبډلې وګټله چې ګلبدین او قیس په کې وو


دوبۍ کاپیټلز د نړیوال شل اوریز لیګ اتلولي وګټله
دوبۍ کاپیټلز د نړیوال شل اوریز لیګ اتلولي وګټله

په متحدو عربو اماراتو کې د «نړیوال شل اوریز» کرکټ لیګ سیالۍ د یکشنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغه۲۱) د دوبۍ کاپیټلز لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.

افغان لوبغاړي ګلبدین نایب او قیس احمد د دوبۍ کاپیټلز لوبډلې غړي دي.

په پایلوبې کې د ډیسرټ وایبرز لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه. د دوی لوبغاړو مکس هولډن ۷۶ او سام کوران ۶۲ منډې وکړې.

خو د دوبۍ کاپیټلز لوبډلې د روان پاول د ۶۲ منډو په مرسته دا هدف په ۱۹.۲ اورو کې پوره او اتلولي یې خپله کړه.

ګلبدین نایب، چې په دغو سیالیو کې د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهمه ونډه لرله، په پایلوبې کې په پنځو منډو وسوځېده او په توپ اچوونې کې یې هم کوم لوبغاړی ونه سوځوه. بل افغان لوبغاړي قیس احمد په څلورو اورونو ۳۴ منډې وکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.

د «نړیوال شل اوریز لیګ» په سیالیو کې یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم لوبېدل.

په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې وې. دا لیګ هر کال یو ځل په متحدو عربو اماراتو کې کېږي.

بل افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي د دغه لیګ تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ده په دغو سیالیو کې ۲۱ کسان سوځولي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بل افغان لوبغاړي راشد خان په کپتانۍ کې ام ای کېپ ټاون د جنوبي افریقا د شل اوریز لیګ اتلولي وګټله. په دغې لیګ کې هم ځینې نور افغان لوبغاړي لوبېدل.

څو ورځې مخکې د بنګله دېش د کرکټ پریمیر لیګ هم پای ته ورسېده او د بارېشال لوبډلې اتلولي وګټله. افغان لوبغاړی محمد نبي په دغې لوبډلې کې و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG