د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نوري فایبر شبکه له پنځو هېوادونو سره نښلول شوې


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د نوري فایبر ملي شبکه اوسمهال د پاکستان، ایران، ترکمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان د نوري فایبر له شبکو سره نښلول شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۵ (کب ۷) ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دغو پنځو هېوادونو له نوري فایبر شبکې سره له نښلېدو وروسته د یادو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې زمینه هم برابره شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د شمیرو په اساس د نوري فایبر شبکې د پروژې د تطبیق لپاره د ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه شوې چې ۶۰ میلیونه یې افغان حکومت او پاتې برخه یې د امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې ورکړي دي.

د افغانستان د مخابراتو وزیرې دغه راز وویل چې په دغه هېواد کې د شپږ زره کیلومتره نوري فایبر شبکې د غځولو پلان ترتیب شوی او په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۵۰۰ کیلیومتره شبکې د غځولو کار بشپړ شوی دی.

هغې زیاته کړه: "په نهو نورو ولایتونو کې کار جریان لري، په دغو نهو ولایتونو کې د ناامنیو او سخت جغرافیوي موقعیت له امله کار پاتې دی، سروې‌ګانې او مطالعات دوام لري ترڅو له دغو ستونزو څخه ووځو او د دغې پروژې د تطبیق په لور ګام واخلو".

اغلې خاوري زیاته کړه چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت ۴۰ ولسوالۍ، څه باندې ۴۵۰ ښوونځي، ۲۱پوسته‌خانې او ۵۴ ادارې د نوري فایبر له ملي شبکې سره نښلولي دي.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه وګړي انټرنټ ته لاسرسی لري خو اکثره خلک د انټرنیټ له ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکایتو کوي.

XS
SM
MD
LG