د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ الوتکې ته د یو نا معلوم کس ختل امنیتي‌اندېښنې پارولي 


له دغه هوايي ډګر څخه لوړ پوړي‌ حکومتي چارواکي، د پوځ مشران او د کانګرس غړي سفرونه کوي
له دغه هوايي ډګر څخه لوړ پوړي‌ حکومتي چارواکي، د پوځ مشران او د کانګرس غړي سفرونه کوي

د امریکا هوايي ځواکونو د هغه کس په اړه پلټنې پیل کړي دي چې واشنګټن ډي سي‌ ته نژدې د پوځ یوې الوتکې ته ختلی و.

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د کانګرس پر ودانۍ د جنورۍ شپږمې له برید وروسته امنیتي تدابیر کلک شوي دي.

دغه کس د «Joint Base Andrews » د پوځي اډې څخه پرواز کړی دی. په دغه هوايي ډګر کې د ولسمشر د «Air Force One» جټ تر څنګ نورې پوځي الوتکې پورته کیږي او ښکته کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې په دې اړه اوس څېړنه پیل شوې ده.

هغه وویل چې دا څېړنه به په نړۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو د امنیتي تدابیرو په اړه هم وي: « هر کس دا قضیه جدي ګڼي.‌ د دفاع وزیر لوید استن هم دا قضیه ډېره جدي بللې ده.»

چارواکو دغه بې وسلې کس نیولی دی او لا له کومې اورپکې ډلې سره په تړاو لرلو تورن شوی نه دی.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې ده. دغه کس چې لا یې هویت هم نه دی افشا شوی، د پوځ «C-40» الوتکې ته په ناقانونه توګه ختلی و چې بیا نیول شوی دی.

په دا ډول الوتکو کې د امریکا د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د کانګرس غړي او د پوځ مشران رسمي سفرونه کوي.

امریکايي ځواکونو نه دي ویلي چې دا کس څنګه د کلکو امنیتي تدابیرو او موانعو سره سره بیا هم دغه هوايي ډګر ته داخل او الوتکې ته پورته شو.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې په واشنګټن ډي سي کې د دغه هېواد د ملي ګارد زرګونه سرتیري ځای په ځای دي.

دا سرتیري د جنورۍ په شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د پلویانو له برید وروسته انتقال شول. په دغې پېښې کې شپږ تنه ووژل شول.

ټاکل شوې چې په همدې اونۍ کې په سنا کې د ښاغلي ټرمپ د استیضاح ځانګړې محکمه پیل شي او امنیتي ساتونکي لا هم ځای پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG