د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په نظام کې د ښځو کار ۲۵ فیصده کم شوی – رپوټ  


د کار د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د کار کچه ۲۵ سلنه کمه شوې او د دغه نړیوال سازمان په وینا د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو محدودیتونو دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

د کار په نړیوال سازمان کې د افغانستان د چارو همغږي کوونکي رامین بهزاد د سه شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د ښځو پر زده کړو او د ښځو د کار د بازار پر لرلید سختې اغیزې لري."

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي او همدارنګه یې په دولتي او نادولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له سخت بحران سره مخ شوی او د بېکارۍ کچه هم لوړه شوې ده. هغه بهرنۍ مرستې چې د افغانستان د پخواني حکومت سره کیدلې، بندې شوې او په بهرنیو بانکونو کې د افغانانو شتمنۍ کنګل شوې.

د کار د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي: «د ۲۰۲۲ کال په څلورمه ربع کې د ښځو د کار کچه د ۲۰۲۱ کال د دویمې ربعې په پرتله شاوخوا ۲۵ سلنه کمه شوې ده او د نارینه وو د کار کچه هم په همدې موده کې اوه سلنه راټیټه شوې ده.»

د کار د نړیوال سازمان رپوټ په ډاګه کوي چې په کور دننه د ښځو شخصي کار اوس د افغانستان د کار په بازار کې په یوې نوې تګلارې اوښتی دی، تر دې حده چې د کار په بازار کې د ښځو د کار د لا کمښت مخه یې نیولې ده.

بهزاد وویل: "د ښځو او ځوانو نارینو لپاره د زده کړې او روزنې مساوي لاسرسی او همدارنګه د دوی لپاره د مناسبو او اغیزمنو کاري فرصتونو برابرول د افغانستان د اقتصاد او ټولنې د راتلونکي لپاره یو له لویو ننګونو او لومړیتوبونو څخه پاته دي."

د کار د نړیوال سازمان د رپوټ موندنې ښيي چې په افغانستان کې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ د ځوانانو د کار کچه هم ۲۵ سلنه راټیټه شوې چې لامل یې تر ډېره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو لګول دي.

نړیوالې ټولنې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو د حکومت له منلو انکار کړی او دغه ډله یې هڅولې چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

XS
SM
MD
LG