د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغان کډوال امنيتي ستونزې نه جوړوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو د وزارت چارواکو ویلي چې، په دغه هېواد کې میشت افغان کډوال کوم امنیتي ګواښ نه رامنځته کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي، د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۳مه (د چنګاښ ۲۲مه) له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د کره شمیرې ویل ګران دي، خو د اټکلونو له مخې اوس مهال نږدې پنځه میلیونه افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغه په ايران کې د افغان کډوالو له خوا د امنيتي ستونزو د رامنځته کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "دا کډوال د ايران لپاره امنیتي ستونزې نه جوړوي.... خو کیدای شي په ځینو ټولنو کې امنيتي ستونزې وي، خو په ټوله کې زموږ استخباراتي ادارې داسې کوم راپور نه دي‌ ورکړي او که چیري داسې کوم راپور وي، نو ورته به رسیدګي وشي."

ښاغلي وحیدي دې خبرې ته په اشارې سره چې د ایران امنیتي ادارې په هغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو ځانګړي کنټرول او څارنه لري، وویل چې د کډوالو چارو ته باید جدي پاملرنه وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دغه هېواد د سه شنبې په ورځ، د جولای اتمه (د چنګاښ ۱۷مه) دوه تنه افغان اتباع په عام ډګر کې اعدام کړل.

د ایران قضايي چارواکو ویلي، چې دغه کسانو د تېر کال په شیراز ښار کې د شاهچراغ پر زیارت په وسله وال برید کې لاس درلود. ددغه برید پړه چې، ۱۳ تنه پکې ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول، اسلامي دولت یا داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

په نړۍ کې د افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د تازه شمېرو له مخې څه باندې ۹.۲میلیونه افغانان له خپلو مینو او سیمو څخه په زوره بې ځایه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له دې ډلې څخه نږدې ۵.۶ میلیونه یې افغانان دي چې کډوالۍ ته ورته وضعیت لري پداسې حال کې چې ۳.۲۵ میلیونه یې بیا په کور دننه بې ځایه شوي دي.

دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ټوله نړۍ کې د افغان کډوالو شمېر ۲۹۵زره ښودلې ده.

د دغو شمېر له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، ډېری افغانان ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جون د میاشتې په راپور کې اعلان وکړ چې د روان کال له جنورۍ څخه تر می میاشتې پورې څه باندې ۲۶۶ زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې راپور ښيي چې له ایران څخه د راستنېدونکو ۴۳ سلنه نارینه، ۱۴ سلنه یې ښځې او ۴۳ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

پدې ترڅ کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو ادارې رئیس، حسین شرافتي راد، د جون په ۲۴مه (چنګاښ مه۳) د ایران له دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې وویل چې، د روان هجري لمریز کال له پیل څخه تر اوسه څه باندې ۹۰ زره افغانان د ایران د "دوغارون او تایباد" د پولو له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې په ایران کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې شاوخوا یو میلیون یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري او شاوخوا پنځه سوه زره یې ایراني پاسپورټونه او وېزې لري او پاتې نور یې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

جګړه، وزګارتیا، د ښه ژوند لټه د طالبانو له غچ څخه تېښته هغه څه دي چې ډیر افغانان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG