د لاس رسي وړ اتصالات

البانیې د ایران سفیر ایستلی


البانیې د ایران سفیر او بل دیپلومات شړلي دي. د البانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دې کسانو یې ملي امنیت ته زیان رساوه نو ځکه یې شړلي دي.

د وزارت په اعلامیې کې ددې کسانو نومونه ندي اخیستل شوي او دا هم ندي ویل شوي چې څه وخت ایستل شوي خو وایي د پریکړې په هکه یې د ناټو د سازمان سره مشوره کړیده. البانیا د ناټو غړی هیوا دی.

د رویټرز خبري اژانس ایراني دیپلومات سره د اړیکې نیولو کوښښ کړی و خو ځواب یې نه و ویلي او د سفارت ټیلیفون ته هم چا ځواب نه ورکاوه. د امریکا د ملي امنیست سلاکار جان بولټن چې د ایران د اتومي موافقې نه یې د امریکا په وتلو کې مهم نقش ادا کړی و، د البانیې دا کار یې ستایلی چې ایراني دیپلوماتان یې شړلي دي.

بولټن په ټویټر کې لیکلي د البانیې صدراعظم ایډي راما د ایراني دیپلوماتانو په شړلو سره ایراني چارواکو ته وښوده چې د تروریزم سره د هغوي ملاتړ د زغم وړ نده. بولټن ویلي دي چې امریکا پدې پریکړې کې د البانیې د چارواکو او ولس سره ولاړه ده.

د مجاهدین خلق په نامه د ایران د حکومت د مخالفینو شاوخوا درې زره یې په البانیې کې دي. او د کومې ورځې نه چې دې خلکو ته هلته پنا ورکړل شوې، د دواړو هیوادونو تر منځ د تبلیغاتو او او بې باورۍ جنجال پیدا شوی.

XS
SM
MD
LG