د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د 'شاه چراغ' په زیارت د برید په تور د افغانانو په ګډون ۲۶ بهرنیان نیولي


شاه‌ چراغ، شیراز
شاه‌ چراغ، شیراز

په تهران کې مقاماتو ویلي دي چې د اکتوبر په ۲۶ نېټه یې د «شاه چراغ» په زیارت باندې د برید په تور ۲۶ بهرنیان نیولي چې افغانان هم په کې دي.

د دغه برید مسئولیت د داعش ډلې اخیستی و چې د چارواکو په وینا ۱۳ تنه په کې وژل شوي وو او ۴۰ نور ژوبل شوي ‌وو.

د ایران د اطلاعاتو وزارت وايي بریدګر د تاجیکستان و چې نوم یې «سبحان کمروني» و او مستعار نوم یې «ابو عایشه» و. چارواکي وايي چې بریدګر د یو افغان چې «محمد رامز رشیدي» نومېده او مستعار نوم یې «ابو بصیر» و، په مرسته برید کړی دی.

دغه وزارت وايي د برید د لارښوونې او هماهنګۍ اصلي عنصر د اذربایجان یو اوسېدونکی و چې له باکو څخه یې ایران ته پرواز کړی و. د ایران د اطلاعاتو وزارت نیول شوي کسان «تکفیري تروریستان» بللي،‌ دا

اصطلاح معمولآ افراطي سنيانو ته کارول کېږي.

مقامات وايي‌ چې دا کسان د فارس، تهران، البرز، کرمان، قم او خراسان رضوي په ښارونو کې نیول شوي دي.

تر دې مخکې ځینو کارپوهانو ویلي چې حکومت دا برید کړی چې د خلکو پام د روانو مظاهرو څخه بل لوري ته واړوي.‌ په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د یوې ایرانۍ مهسا امیني له مړینې وروسته هلته خلکو د حکومت په ضد مظاهرې پیل کړي دي.

یو ایراني لیکوال روانیپور ویلي وو: «په شاه چراغ باندې برید د هغوی خپل کار دی. هاغسې چې د امام رضا حرم یې والوځوه او مسئول یې سعید امامي و. د اوین د زندان پېښه هم د دوی خپل کار و ځکه چې درې ورځې مخکې یې دروازې یې تړلې وې.»

په ۱۳۷۳ کال کې په مشهد کې د شیعه ګانو د اتم امام په حرم باندې بمي بریدونه شوي وو او تهران هغه برید تروریستي برید اعلان کړ او ویلي وو چې «سازمان مجاهدین خلق» کړی دی. خو څو کاله وروسته مقاماتو وویل چې دا یوه حکومتي پروژه وه چې د هغه وخت د اطلاعاتو وزیر سعید امامي یې لارښوونه کړې وه.

XS
SM
MD
LG