د لاس رسي وړ اتصالات

په هرموز تنګي کې دبریټانیا او ایران ترمنځ شخړه


په هرموز تنګي کې بریټانوي کښتۍ
په هرموز تنګي کې بریټانوي کښتۍ

د بریټانیا د دفاع وزارت وايي چې درې ایراني کښتیو کوښښ کړی چې په هرموز تنګي کې د برتش پطرولیم یا بي پي تجارتي شرکت د یوې کښتۍ مخه ونیسي.

د بریټانیا د دفاع وزارت وايي د بریټانیا د مونټروس پوځي کښتۍ مجبوره شوه چې د ایراني او بریټانوي کښتۍ په منځ کې راشي، او ایراني کښتیو ته یې خبرداری ورکړ، چې بیا یې مسیر بدل کړ.

د بریټانیا شاهي سمندري ځواک چارواکي وايي چې دا کښتۍ د ایران سپاه پاسدران پورې اړوندې وې. د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي چې په هکله اندیښمن دي.

ښاغلی هنټ وايي "په څرګنده توګه موږ اندیښنه لرو، خو د بریټانوي کښتیو د ساتلو لپاره د شاهي سمندري ځواک په اقدامات او نقش ویاړم چې د بریټانیا د ګټو او د خوندي اکمالاتو نقش لوبولی. موږ په ډیر دقت سره وضعیت څارو ".

تردی یوه اونۍ مخکې د انګلستان سمندري ځواک په ګیبرال تار سیمه کې د ایران د تیلو یوه کښتۍ د شک په تور نیولې وه او ادعا يي دا وه چې د سوریې ته د تیلو په انتقال يي د اروپايي اتحادیې د بندیزونو سرغړونه کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ ( جولای ۱۰) خبرداری ورکړ چې د بریټانیا لخوا د ایراني کښتیو درول به ناوړه اغیزې ولري.

ایران وايي چې انګلستان د دوی پروړاندې د جنجال زیاتیدل غواړي او د بریټانیا دا کار به ستونزې زیاتې کړي.

خو ایراني مقامات پدې باور دي چې امریکا د ایران د اتومي قابلیت ترلاسه کولو په مخنیوي کې د نړیوالې اجماع په جوړولو کې ناکامه شوې ده.

په هرموز تنګي کې د انګلستان او ایران ترمنځ شخړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي"د نړي لمړنی ځواکمن دولت، د نړیوال سیاست ترټولو لوی قدرت، د نړیوالې اتومې ادارې د رئیسه هیات غړي او د اجرایې شورا غړي، متحده ایالاتو ونشو کړې چې حتی د ایران پرضد یوه کرښه ولیکلی شي. اوس په نړیوال سیاست کې د امریکا نقش نور ختم شوی دی. "

بلخوا ولسمشر ټرمپ وايي چې پر ایران به په اساسي توګه بندیزونه لا زیات شي.

ښاغلی ټرمپ وايي "ایران له ډیر وخت راهیسې په پټه غني کولو ته دوام ورکړی، چې دا په بشپړه توګه د اوباما او جان کیري لخوا د ۱۵۰ میلیارد ډالرو هوکړې څخه سرغړونه ده. په یاد ولرۍ چې له دې تړون څخه په څو کلنو کې سرغړونه کیږي، ډیر ژر به په اساسي توګه پر ایران بندیزونه ولګول شي ".

په ایراني اوبو کې د بریټانیا سره د رامنځ ته شوي جنجال زیاتیدو په وخت کې، د چین خارجه وزارت رسنیو ته وویل چې په هرموز تنګي کې د راپیښ شوي وضعیت په هکله دې ټولې غاړې د تشدد او اختلافاتو له زیاتیو ډډه وکړي.

پرون (جولای ۱۰) په ملګرو ملتونو کې د واشنګټن په غوښتنه د ایران اټومي هوکړې څخه د سرغړونې په هکله بیړنۍ غونډه وشوه خو نتیجه يي ورنکړه.

XS
SM
MD
LG