د لاس رسي وړ اتصالات

ایران نړیوالو ته: د اتومې موافقې په خاطر د ټرمپ ضد ودریږئ


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په یو لیک کې د نړۍ نه غوښتې چې د اتومي موافقې د خوندیتوب لپاره دې د ټرمپ ضد ودریږي.

د ایران د بهرنو چارو وزیر محمد جواد ظریف د نړیوالو نه دغه غوښتنه په داسې وخت کې کړیده چې غربي دپلوماتان د اتومي وسلو د مخنیوې د تړون نه د امریکا د وتلو وروسته کوښښ کوي چې دغه تړون پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د دغه تړون نه د وتلو اعلان وکړ. د یادونې وړ ده چې په ٢٠١٥ کال کې د امریکا پشمول د نړۍ شپږو قدرتمنو غربي هیوادونو د ایران سره د اتومي وسلو په اړه دغه تړون لاسلیک کړې و.

د امریکا د تړون نه د وتلو وروسته برتانیه، فرانسیه، جرمني، روسیه او چین اوس هم وایي چې د ایران د اتومي وسلو د جوړولو نه د مخنیوي لپاره دغه تړون ته اړ دي.

د ایران د بهرنو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یو لیک کې د تړون کونکو نورو هیوادونو نه غوښتي دي چې د امریکا د وتلو د وجې چې ایران کوم تاوانونه گاللې دي، د هغې تاوان دې ورته ورکړي.

XS
SM
MD
LG