د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او اروپا: اټومي معامله به دوام وکړي


د ایران اټومي معامله په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکا، برېټانیا، فرانسې، چین، روسیې، او جرمني ترمنځ لاسلیک شوه
د ایران اټومي معامله په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکا، برېټانیا، فرانسې، چین، روسیې، او جرمني ترمنځ لاسلیک شوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو له اټومي موافقې څخه د واشنګتن وتل رسماً اعلان کړل.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ [مې ۸] په سپینې ماڼۍ کې لنډه وینا وکړه ویې ویل چې له ایران سره اتومي موافقه "په خپل اصل کې ناقصه ده."

د ایران د رهبر علي خامنه اي په شمول ګڼو مشرانو د امریکا د فیصلې پر ضد شدید غبرګون ښودلی دی.

علي خامنه اي، د ټرمپ وینا "بې ارزښته او رزیلانه" وبلله ټرمپ ته یې په خطاب کې وویل چې "ته هیڅ شی نه شي کولی."

ولسمشر ټرمپ سملاسي پر ایران هغه بندیزونه بیا ولګول چې تر معاملې وروسته لېرې شوي وو. د ایران اټومي معامله په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکا، برېټانیا، فرانسې، چین، روسیې، او جرمني ترمنځ لاسلیک شوه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ کړی چې که روان مذاکرات ناکامه شول نو تهران به بیا د یورانیمو غني کول پیل کړي.

ولسمشر روحاني د ټرمپ تر فیصلې وروسته وویل چې د خپل هېواد د اټومي انرژۍ ادارې ته یې د یورانیمو د غني کولو په خاطر د چمتوالي امر کړی دی.

د ایران په پارلمان کې هم وکیلانو د امریکا بیرغ وسوځاوه او ددغه هېواد پر ضد یې د مرګ نارې ووهلې.

د ایران د اټومي معاملې اروپايي خواوو چې تر وروستۍ دقیقې پورې یې هڅه وکړه امریکا له معاملې څخه ونه وځي، د ټرمپ پر وروستۍ فیصلې خپګان ښودلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیرني له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې اټومی معامله خوندي وساتي.

میرمن موګیرني وایې "اټومي معامله دوه اړخیزه موافقه نه ده او د یوه هېواد په لاس کې هم نه ده چې پخپل سر یې فسخه کړي."

په ورته وخت کې د جرمني، فرانسې، برېټانیا، چین او روسیېحکومتونو د ټرمپ د فیصلې له امله خواشیني ښودلې ده.

ځېنو هېوادونو د ټرمپ پریکړه ستایلې ده. اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ولسمشر ټرمپ د دریځ تود هرکلی کړی دی.

د امریکا د کانګرس غړي هم سره ویشلي دي. اکثریت جمهوري غوښتونکې د ټرمپ پریکړه ستایلې ده او دیموکراتانو دا یوه ستره تېروتنه بللې ده.

ایران او اروپا: اټومي معامله به دوام وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

XS
SM
MD
LG