د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په یزد کې زلزلې دیرش کسان وژلي دي


Iran map
Iran map

د ایران په جنوب کې د بوشهر په بندري ښار کې زلزله شوې ده. چارواکي وايي چې په دغه زلزلې کې چې د ریختر په کچه شپږ عشاره یوه وه دیرښ کسان مړه شوي او تر ۸۰۰ نه ډیر زخمیان شوي دي.

زلزله د ایران د آټمي انرژي یوازني سټیشن ته نږدې شوې ده.

د ایران د سرې میاشتې ټولنه وايي چې زلزلې یو کلی خراب کړی دی او بل کلي ته یې سخت تاوان اړولی دی.

هغه روسې شرکت چې د دغه آټمي انرژي دغه فابریکه یې جوړه کړې ده وايي چې دوی د زلزلې تکانونه احساس کړي دي خو زلزلې د دغه فابریکې په فعالیتونو باندې تاثیر نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG