د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د انقلابي ګارد نوی میزایل اسرائیل وېشتلای شي


د ایران نوی میزایل - خیبر شکن
د ایران نوی میزایل - خیبر شکن

د ایران سپاه پاسداران ګارد د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) خپل یو نوی جوړ شوی میزایل نندارې ته وړاندې کړ چې اسرائیل په نښه کولای شي.

د سپاه پاسداران ایران ویبپاڼه «سپاه نیوز» ویلي چې دا میزایل په اوومه میلادي پېړۍ کې د اسلام د پغمبر بریالۍ جګړې ته منسوب او «خیبر شکن» نومول شوی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري هغه یو «اوږد واټن ویشتونکی» ستراتیژیک میزایل ګڼلی دی.

د سپاه پاسداران د ویبپاڼې په وینا دغه میزایل په جامدو سونګ موادو سره تر ۱۴۵۰ کیلو میتره واټن ویشتلی شي او ددې وړتیا لري چې د میرایلو ضد سیستم څخه تیر شي.

ایران په منځني ختیځ کې د میزایلو تر ټولو زیاتې زیرمې لري.

د تیر کال د ډسمبر په ۲۴ د ایران اسلامي جمهوري د پوځي عملیاتو په وروستۍ ورځ ۱۶ بالستیک میزایل وازمایل او د پوځ جنرالانو هغه اسرائیل ته یو خبرداری وباله.

اسرائیل د ایران د لویدیځ سرجد څخه څه دپاسه ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري. د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال باقري د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې هیواد یې د «پوځي وسایلو له درکه په ځان متکي» دی.

هغه زیاته کړې وه چې که د امریکا بندیزونه لرې شي ایران به د نړۍ د وسلو یو ستر صادرونکی هیواد شي.

د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال انستیتوت (IISS) وایي ایران شاوخوا ۲۰ ډوله بالستیک میزایل لري او همداشان کروز میزایل او بې پیلوټه الوتکې هم لري.

په لندن کې میشت دغه نړیوال انستیتیوت زیاتوي چې د ایران اوسنی لومړیتوب دا دی چې د خپلو میزایلو کیفیت بهتر کړي.

XS
SM
MD
LG