د لاس رسي وړ اتصالات

د خامنه‌يي په مشرۍ په تهران کې د حماس د وژل شوي مشر جنازه وشوه


تهران کې د د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مشرۍ د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم
تهران کې د د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مشرۍ د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم

د حماس د وژل شوي سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمري ۱۱) د ایران په پایتخت تهران کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مشرۍ ترسره شول.

د هغه په جنازه کې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان، ګڼو نورو مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

ایراني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې هنیه د تهران په شمال کې په یو برید کې له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی. خامنه يي د هنیه د وژل کیدو د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی.

خامنه يي ویلي چې "دا زموږ مسئولیت دی چې د هغه د وینو غچ واخلو، ځکه چې هغه د ایران اسلامي جمهوریت په خاورې کې شهید" شوی دی.

اسماعیل هنیه ایران ته تللی و چې د پزشکیان د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي. ټاکل شوې ده چې د هغه جنازه سبا د قطر په پایتخت دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

د حماس یو جګپوړي مشر خلیل الحیا په ایران کې په یو خبر‌ي کنفرانس کې ویلي چې اسرائیل به د هنیه د وژل کیدو له امله لوړ قیمت ورکړي.

الحیا وویل: "په داسې حال کې چې وینې تویدنې او ترورونه روان وي د اوربند د خبرو هیڅ اړتیا نشته. نتنیاهو او د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې هوکړې توافق کړی و، خو هغوی په خبرو کې نوې شرایط زیات کړل. هغوی وښودل چې نتنیاهو او حکومت یې اوربند او د یرغل پای ته رسیدل نه غواړي."

ایران او حماس په داسې حال کې خبرداری ورکوي چې اسرائیل په ټوله نړۍ کې د خپلو سفارتونو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي او خپلو اتباعو ته یې ویلي چې متوجه ووسي.

اسرائیلي شنونکي وایي په بیروت کې د حزب الله د جګپوړي قومندان فواد شکر او په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر وژنې د اسرائیل لپاره بریا ده، خو د غچ اخیستنې لامل به شي.

د اسرائیل د استخباراتو پخوانی مشر اموس یادلین وویل: "دې حقیقت ته پام وکړئ چې دواړه لوري هڅه کوي په داسې شکل غچ واخلي او عملیات وکړي چې په کافي اندازه پیاوړتیا وښيي خو د یوې پراخې جګړې د نښتلو مخنیوی وکړي."

یادلین وایي دغه دواړه عملیات د اسرائیل د استخباراتي قابلیتونو د ښودلو او د یو پیاوړي هیواد په توګه د اسرائیل د موقف په څرګندولو کې مرسته کوي. هغه وقف چې د نوموړي په خبره، د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د برید له کبله زیانمن شوی وو.

نړیوالې ټولنې د ارامتیا غوښتنه کړې او ویلي دي‌ چې باید ټول تمرکز په غزې کې په اوربند باندې وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتونیو ګوتېرش ویلي‌ دي چې په ایران او لبنان کې بریدونه د "خطرناک تشدید" ښکارندوی دی.

نوموړي ویلي‌ دي چې باید ټولې هڅې په غزې کې "اوربند ته" او د حماس په برید کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو ته لاره هواره کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په منځي ختیځ کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې له پارونکو اقداماتو څخه چې کولی شي سیمه له نورو جګړو سره مخ کړي، ډډه وکړي.

بلینکن د پنجشنبې په ورځ منګولیا ته د سفر پر مهال وویل: "په سیمه کې حالت د نورو جګړو، تاوتریخوالي او مشکلاتو په لور روان دی. دا مهمه ده چې موږ اقدام وکړو او دا اقدام له یو اوربند څخه پیل کیږي چې کار پرې شوی دی. فکر کوم دا نه یوازې د ترلاسه کیدو وړ دی بلکې باید ترلاسه شي. او بیا د همدې اوربند په لړ کې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو هڅې وشي، په شمال کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ کراري راشي او بیا په پراخ ډول په دایمي سوله او امنیت کار وشي."

اسماعیل هنیه په قطر کې اوسیده او په دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر چارې سمبالولې. د اپریل په میاشت کې په غزه کې د اسرائیل په یو هوایي برید کې د هغه درې زامن ووژل شول. د غزې اوسیدونکي وایي د هنیه مړینه به هغوی نور هم له اسرائیل سره جګړې ته ژمن کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG