د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د حماس د بل لوړپوړې مشر د وژل کېدو خبر ورکړی


ډ غزې په خان یونس کې د جولای ۱۳مې د برید وروسته حالت. اسرائیل وايي په دغه برید کې د حماس پوځي مشر محمد الضیف ووژل شو.
ډ غزې په خان یونس کې د جولای ۱۳مې د برید وروسته حالت. اسرائیل وايي په دغه برید کې د حماس پوځي مشر محمد الضیف ووژل شو.

د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د اسرائیل پوځ ددغه فلسطیني وسله والې ډلې د یو بل لوړپوړي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمري ۱۱) اعلان وکړ چې د حماس لوړپوړی پوځي مشر محمد الضیف تېره میاشت د غزې په جنوبي سیمه خان یونس کې په یو برید کې وژل شوی دی.

د اسرائیل د پوځ ددې اعلان یوه ورځ وړاندې د ایران انقلابي ګارډ وویل چې ددغه هېواد په پلازمېنه تهران کې په یو هوايي برید کې اسماعیل هنیه وژل شوی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د استخباراتي ارزونو وروسته تائید شوې چې په خان یونس کې د اسرائیل د دفاعي ځواکونو لخوا د جولای ۱۳مې په هوايي برید کې محمد الضیف وژل شوی دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې الضیف په اسرائیل کې د حماس جنګیالیو د اکتوبر اوومې د برید طرح کوونکی بلل شوی. په دغه برید کې د اسرائیل د شمېرو له مخې نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې اکثره یې ملکي وګړي ښودل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې روغتیايي چارواکو په خان یونس کې د جولای په ۱۳مه د برید وروسته ویلي وو چې په دغه برید کې تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي، خو حماس دا ردوي چې په قربانیانو کې الضیف هم شامل و.

ویل شوي چې په دغه برید کې، پر هغه کور باندې ۹۰۰ کیلوګرامه دروند بم غورځول شوی چې الضیف او د هغه یو مرستیال پکې اوسېدل او د چاودنې په ځای کې لویه کنده جوړه شوې ده.

الضیف د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا مشري کوله او د شاوخوا دریو لسیزو راهیسې د اسرائیل تر ټولو مطلوب کس و چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د امریکا د "نړیوالو ترهګرو" په لیست کې شامل و.

د حماس پوځي مشر محمد الضیف د وژل کېدو په اړه د اسرائیل د پوځ اعلامیه
د حماس پوځي مشر محمد الضیف د وژل کېدو په اړه د اسرائیل د پوځ اعلامیه

پوځ ویلي الضیف په غزه کې د حماس د مشر یحیی سنوار سره یوځای عملیات کول او په تیرو کلونو کې د اسرائیل پر ضد څو بریدونه کړي

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د جګړې په جریان کې، هغه د حماس د پوځي څانګې جګپوړو غړو ته د امرونو او لارښوونو په صادرولو سره په غزه کې د حماس د تروریستي فعالیتونو مشري کوله."

په سرائیل کې د حماس جنګیالیو د اکتوبر اوومې په برید کې ۲۵۰ کسان یرغمل نیول شوي او چارواکو ویلي چې ۱۱۱ یې لا هم په غزه کې بندیان دي، چې له هغه جملې څخه ۳۹ یې د اسرائیل د پوځ په وینا، وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې د اسرائیل په غچ اخیستونکو پوځي عملیاتو کې ۳۹۴۸۰ کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG