د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او عراق په زلزلې کې د مړو شمېر له ۴٣٠ پورته شو


له زلزلې وروسته برېښنا پرې شوې ده او د دقیقو مالي او ځاني تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن بلل کیږي
له زلزلې وروسته برېښنا پرې شوې ده او د دقیقو مالي او ځاني تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن بلل کیږي

یوې قوي زلزلې د عراق او ایران په سرحد کې لږ تر لږه ۴٣٠ تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی چې په دغې زلزې کې شاوخوا ۶۷۰۰ کسان ژوبل شوي دي او ډېر کورونه وران ویجاړ شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت وايي تر دې دمه دوې ته د اوو کسانو د مرګ او ۵۳۵ کسانو د ژوبل کېدو خبر سېدلی دی او نور ټول تلفات په ایران کې اوښتي دي.

د افغانستان ولسمشر له دې پلوه له ایران او عراق سره خواخوږي څرګنده کړې ده، د ارګ په ټویټر کې لیکل شوي چې افغانستان د عراق او ایران له حکومتونو او خلکو سره په دغه غم کې شریک دی او دوعاوې کوي.

په رسنیو کې خپاره شوې تصویرونو او ویډیوګانو کې خلک ښودل کيږي چې خلک له زلزلې وروسته په تیاره کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

له زلزلې وروسته خلک له خپلو کورونو څخه وتلي دي
له زلزلې وروسته خلک له خپلو کورونو څخه وتلي دي

راپورونه وايي له زلزلې وروسته شاوخوا ۱۰۰نورو ټکانونو هم سیمې وخوځولې.​

د امریکا د جیولوژي اداره وايي چې د دغې زلزلې مرکز دعراق د حلبچه په ۳۱ مېترۍ کې د کردستان نیمه خودمختاره سیمه ده.

د دغې زلزلې مرکز د عراق حلمچه سیمه وه
د دغې زلزلې مرکز د عراق حلمچه سیمه وه

د ایران او عراق چارواکي وایي چې د ځاني او مالي تلفاتو سمه اندازه به وخت اخلي ځکه چې زلزله د شپې په تیارې کې شوې ده.

له زلزلې وروسته برېښنا پرې شوې ده او د دقیقو مالي او ځاني تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن بلل کیږي.

په ۲۰۰۳ کال کې د ایران په تاریخي ښار بم کې د ۶.۶ ریکتر په اندازې زلزلې ۲۶۰۰ تنه مړه کړل. په ۲۰۱۲ کال کې بیا د ایران د اذربایجان په ولایت کې یوې بلې زلزلې ۳۰۰ تنه مړه کړل.

XS
SM
MD
LG