د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: د ایران په زندانونو کې د بهرنیو وګړو د بندیانو اکثریت افغانان دي


افغانستان او ایران د ۱۳۸۵ لمریز کال کې د بندیانو د انتقال تړون لالسلیک کړی چې له مخې تراوسه په زرګونو افغان بندیان له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته انتقال شوي دي.
افغانستان او ایران د ۱۳۸۵ لمریز کال کې د بندیانو د انتقال تړون لالسلیک کړی چې له مخې تراوسه په زرګونو افغان بندیان له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته انتقال شوي دي.

د ایران په عدلیه وزارت کې د بهرنیو اړیکو د چارو مرستیال افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د خبرو وروسته ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې لږ ترلږه اته زره د بهرنیو هیوادونو وګړي بندیان دي چې اکثریت یې افغانان دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۳) ددغه هیواد د عدلیې په وزارت کې د بهرنیو اړیکو د دفتر د مرستیال عسکر جلالیان له قوله ویلي چې د ایران په زندانونو کې پراته افغانان د مختلفو جرمونو د ترسره کولو له امله د پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته بندیان شوي دي.

هغه ویلي: "د افغان بندیانو جرمونو د نشه يي توکو قاچاق، منع شویو توکو قاچاق، غلا او قتل اړوند جرمونه دي، چې د هغوی ترټولو عمده جرم د نشه يي توکو قاچاق دی او په دې برخه کې زمونږ قانون او سزاګانې ډیرې سختې دي او د هغوي پر وړاندې مقابله کوي".

نږدې دوه اونۍ وړاندې د عسکر جلالیان په مشرۍ د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د انتقال او په دې برخه کې په اړوند مسلو د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

عسکر جلالیان ویلي دي چې د افغان بندیانو یو ۵۰۰ کسیز لیست ترتیب شوی او ټاکل شوې چې دا بندیان به افغانستان ته انتقال شي.

د ایران د عدلیې وزارت دغه چارواکي ویلي چې په دې تړاو د طالبانو د حکومت سره هم خبرې شوي او ټاکل شوې چې د قانوني پړاونو د تیریدو وروسته به ددغو افغان بندیانو د انتقال لړۍ پیل شي.

هغه ویلي دي: "خپل هیواد ته د افغان بندیانو د انتقال په لومړي پړاو کې، مونږ ددغو بندیانو یو لیست چمتو کړی او د افغانستان لوري ته مو اعلان کړی دی تر څو ددغو بندیانو هویت اعلان کړي چې ایا افغانان دي یا نه؟ په تمه یو چې افغان مقامات به ژر پایلې مونږ سره شریکې کړي".

ددغه ایراني چارواکي د وینا له مخې په ایران کې یو شمیر افغان بندیانو ته په "نغدي ډول" سزا ورکړل شوې او په دې برخه کې هم دوی [ایران] د طالبانو د حکومت پریکړې ته په تمه دي.

د ایران د عدلیې د وزارت د مرستیال د معلوماتو له مخې افغانستان ته به د بندیانو انتقال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۳۸۵ کال د بندیانو د انتقال د موافقې پراساس ترسره شي.

د افغانستان او ایراني حکومتي چارواکو د بندیانو اړوند مسلو پر سر څو ځلې خبرې کړي دي چې ددغو خبرو په ترڅ کې د طالبانو د واکمنۍ دمخه کلنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۳۸۵ لمریز کال کې د بندیانو د انتقال په اړه یو تړون هم لاسلیک شوی، چې لا هم ددغه تړون پراساس د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو انتقال دوام لري.

د طالبانو حکومت ویلي چې ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته تر ۴۰۰۰ پورې افغان بندیان له دغه هیواد څخه افغانستان ته انتقال کړي دي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزارت او قضایه قوې چارواکو ویلي وو چې ددغه هیواد په زندانونو کې پنځه زره او ۳۹۹ تنه افغانان د مختلفو جرمونو د ترسره کولو له امله بندیان دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بندي ایراني وګړو د دقیق شمیر په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي، خو ددې دمخه ددغه حکومت د زندانونو د سمون د چارو ریاست چارواکو ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵۰ بهرني وګړي بندیان دي چې اکثریت یې د ګاونډیو هیوادونو اوسیدونکي دي، چې د جنايي کړنو د ترسره کولو له امله بندیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG