د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اتومي فعالیتونو د څارنې لپاره نوی شرط وټاکه


ایران په موقتي توګه ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړې وه چې اتومي تاسیسات یې وڅاري خو د دې موافقې موده د همدې میاشتې په اخرو شپو کې پای ته رسیږي.
ایران په موقتي توګه ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړې وه چې اتومي تاسیسات یې وڅاري خو د دې موافقې موده د همدې میاشتې په اخرو شپو کې پای ته رسیږي.

ایران وایي که د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د اتومي تړون په هکله خبرې سمې روانې وې، د ملګرو ملتونو څارونکو ته به اجازه ورکړي چې د دې هیواد ځیني مهم تاسیات وڅاري.

ایران د فبروري په میاشت کې د "موقتي حل" په توګه د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړې وه چې د اسلامي جمهوریت لخوا اعلان شوي اتومي تاسیسات وګوري. دا موافقه د همدې روانې مې د میاشتې په ۲۱ مې پای ته رسیږي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده وایي که د اتومي تړون پر سر خبرې سمې روانې وي او تهران موافقه وکړه، دا نیټه تمدید کیدای شي.

هغه وویل: "مونږ د خبرو د پای ته رسیدو لپاره بیړه نکوو او اجازه نه ورکوو چې اوږدې هم شي. مونږ نه غواړو چې خپلو مرکچیانو ته کره نیټه ورکړو چې په دقیقه توګه د تهران د لارښووني د عملي کیدو مخکې خڼد شي."

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران د اتومي تړون په هکله د خبرو کوربه توب کوي. د خبرو هدف دا دی چې څنګه امریکا بیرته ددې تړون سره یو ځای شي او په ایران لګیدلي بندیزونه لیرې شي او ایران په موافقې کې پخپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو او ایران تر منځ موقتي موافقه د همدې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې پای ته رسیږي او ښایي په ویانا کې د ایران د اتومي تړون په هکله په خبرو کې د خنډ سبب شي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه امریکا د ایران د اتومي تړون نه وایستل او په ایران یې د پخوانیو بندیزونو تر څنګ نوي بندیزوه هم ولګول.

خو د امریکا اوسني جمهور رئیس جو بایډن ویلي غواړي چې د دې تړون سره بیرته پدې شرط یو ځای شي چې ایران په موافقې کې پخپلو ژمنو په بشپړه توګه عمل وکړي.

ایران په "رضاکارانه توګه د شفافیت" اقدامات بند کړل او د هغو نظامي تاسیساتو څارنه یې هم بنده کړي چې شک پرې کیږي اتومي فعالیتونه پکې کیږي.

تهران همدرانګه د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته اجازه ورنکړه چې د څارنې هغه وسایل وګوري چې ملګرو ملتونو د ایران په یو شمیر تاسیساتو کې پدې هدف نسب کړي و چې وکتل شي آیا ایران پخپلو ژمنو عمل کوي که نه.

د ایران د اتومي انرژۍ اداره وایي چې په اتومي تاسیساتو کې نسب شوې کمرې به چالانې وي خو که د امریکا متحده ایالاتو په ۳ میاشتو کې لګیدلي بندیزونه لیرې نکړل، ټول اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې به حذف شي.

XS
SM
MD
LG