د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او پاکستان چارواکي د افغانستان په اړه خبرې کوي


د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د دغه ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور پر اساس حسن کاظمي قمي د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴( مرغومې ۲۴) د يو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پایتخت ته رسیدلی دی.

حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف‌علی خان دراني او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلانی سره لیدلي‌ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په خپل ایکس حساب کې لیکلي‌ دي چې د قمي او جیلاني ترمنځ په خبرو کې «د یو سوله ایز او با ثباته افغانستان په اړه د پاکستان د ژمنتیا او د سیمې د ثبات لپاره د همکاریو په ضرورت» ټېنګار وشو.

د ایران د ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران او پاکستان ترمنځ په دغو امنیتي خبرو کې به د افغانستان «د مخ په خرابېدونکي وضعیت» او سیمې او نړۍ ته د تروریستي ډلو د ګواښونو په باب خبرې وشي.

دغه خبري اژانس ویلي چې اوس مهال پاکستان او ایران د افغانستان د وضعیت او ددغه هیواد سره د قوي دپلوماتیکي اړیکو په اړه ګډې اندیښنې لري. ایران او پاکستان د کابل سره د اړیکو د ساتلو سره سره له افغانستان څخه دغو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د احتمالي ګواښونو په هکله اندیښمن دي.

اسلام اباد ته د ښاغلي قمي سفر په داسې مهال شوی چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې تروریستي پیښې زیاتې شوي دي.

د روان کال د جنورۍ د میاشتې په درېیمه د ایران د کرمان په ښار کې په دوو پرله پسې چاودنو کې لږ ترلږه ۹۰ تنه ووژل شو او په لسګونو نور ټپیان شول. د بریدونو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

دا بریدونه د سپاه پاسداران د قدس د ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه شوي وو. قاسم سلیماني د عراق د پایتخت بغداد هوايي ډګر سره نږدې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، چې ددغه هیواد د کرمان په ښار کې د جنورۍ میاشتې دریمې نیټې یو ځانمرګی برید کوونکی ۲۴ کلن بازیروف اسرائیلي نومیږي چې د برید کولو څخه څو میاشتې وړاندې یې د افغانستان د بدخشان په ولایت کې د داعش – خراسان څانګې په یو کمپ کې روزنه تر لاسه کړې وه، چې د روزنې تر لاسه کولو وروسته دغه ځانمرګي بریدګر د قاچاقبرانو په مرستې ځان د سیستان بلوچستان ولایت ته رسولی و.

ایراني رسنیو د راپور له مخې ددغه برید وروسته حسن کاظمي قمي د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي چارو د مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې د سرحد په اوږدو کې د تروریستي فعالیتونو د زیاتیدو په اړه خپلې اندیښنې هغه سره شریکې کړي دي.

په عین حال کې پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۲ (مرغومې ۲۲) افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د وسله والو بریدونو د زیاتیدو وروسته ویلي چې ممکن اسلام اباد له طالبانو څخه د خپل ملاتړ په اړه غور وکړي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې چې دواړه یې د افغانستان سره ګډه پوله لري، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تقریباً هره ورځ پکې بریدونه کیږي چې سلګونه امنیتي ځواکونه او عام خلک پکې وژل شویدي.

د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي " په غاړه اخیستی دی. پاکستاني چارواکي وایي چې دا ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو طالبان وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG