د لاس رسي وړ اتصالات

تر څو چې د امریکا چلند عادي شوی نه وي، خبرې نکوو- روحاني


د ایران ولسمشر وايي د خبرو د پیل لپاره درناوی ضروری دیs
د ایران ولسمشر وايي د خبرو د پیل لپاره درناوی ضروری دیs

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي تر څو چې امریکا د ایران په اړه خپل چلند عادي کړي نه وي، تهران له واشنګټن سره خبرو ته نه کښیني.

ښاغلي روحاني چې د دوشنبې په ورځ (جون۲) د ایران په ملي تلویزون کې خبرې کولې وویل "که دښمن په رښتیا هم درک کړ چې په غلطه لار روان دی، هماغه ورځ به د خبرو میز ته د کښیناستلو او هرې ستونزې د حلولو ورځ وي."

ښاغلي روحاني دا خبرې له هغه وروسته وکړي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ په سویزرلنډ کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له کوم مخکني شرط پرته له ایران سره مذاکراتو ته چمتو ده.

ښاغلي پمپیو ونه ویل چې که خبرې کیږي پر ایران به د بندیزونو د لېرې کولو مسئله هم په اجنډا کې شامله وي که نه. خو د ایران ولسمشر وايي چې د خبرو د پیل لپاره "بشپړ درناوی" ضرور دی.

د واشنګټن-تهران ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوي دي. اسوشیتډ پرس وايي داسې ښکاري چې اوس د امریکا لوړ پوړي دپلومات د ایران په اړه د امریکا دریځ نرموي.

امریکا تېرکال له ایران سره د اتومي تړون څخه ووتله او ولسمشر ټرمپ وايي چې تړون د ایران په ګټه دی. د تړون په اساس ایران به خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به پرې نړیوال اقتصادي بندیزونه لېرې کیږي.

XS
SM
MD
LG