د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: چمتو یو د سعودي سره نږدې اړیکې ولرو


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي هیواد یې چمتو دی چې خپل سیمه ییز سیال هیواد سعودي عربستان سره نږدې اړیکې ولري.

جواد ظریف په سوریه کې د جمهور رئیس بشارالاسد سره د ملاقات پر وخت وویل هیله لري چې د ایران او سعودي چارواکو تر منځ تازه خبرې به په سیمه کې د ثبات سبب شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: "هیله ده چې خبرې نتیجه ورکړي، د دواړو سیالانو تر منځ د همکارۍ سبب شي او په سیمه کې په ځانګړي توګه په یمن کې سوله او ثبات راولي."

ایران او سعودي عربستان د پخوا راهیسې په سیمه کې د یو بل سره سیالي پالي. دوي په یمن او سوریه کې هم د جګړې د بیلو بیلو اړخونو ملاتړ کوي.

سعودي عربستان په سوریه کې د حکومت د مخالفینو خو ایران بیا د جمهور رئیس بشارالاسد ملاتړ کوي او په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په حوثي شیعه یاغیانو هوایي بمبارۍ کوي، ایران بیا د همدې یاغیانو تر شا ولاړ دی.

د ایران او سعودي عربستان تر منځ د خبرو مځنګړتوب عراق کوي.

د عراق جمهور رئیس دغه خبرې مهم اقدام بللی او تیره اوونۍ یې وویل چې د دواړو هیوادونو د استازو تر منځ خبرې څو ځله په بغداد کې شویدي.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې وروسته تر هغه لا خرابې شوې چې مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي په سفارت او د مشهد په ښار کې د دې هیواد په قونسلګرۍ بریدونه وکړل.

مظاهره چیانو دا کار وروسته تر هغه وکړ چې سعودي عربستان یو مشهور شعیه دیني عالم په دار وځړاوه.

د دې پیښو نه وروسته سعودي عربستان د تهران نه خپل سفیر وروغوښت او د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې وشلیدې.

XS
SM
MD
LG