د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران استخبارات اروپا کې د یهودیانو وژلو په دسیسې جوړولو تورن شوي


په پاریس کې یوې محکمې د روان میلادي کال د مې په میاشت کې یوه ښځه او خاوند پدې تور نیولي و چې په جرمني او فرانسې کې د یهودیانو د وژلو په دسیسې کې یې لاس درلود.

پولیسو شنبه سپټمبر اوومه ( وږي ۱۷) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې چارواکو ۳۴ کلن عبدالکریم ایس او ملګرې یې صبرینا بي چې ۳۳ کاله عمر لری، پدې تورن کړي چې د جنایي ترهګر سازمان سره د دسیسې په جوړولو کې یې لاس درلود او هغوي تر محکمې وړاندې په توقیف خانې کې اچولي دي.

د دې ایرانۍ کورنۍ قضیه تیره پنجشنبه په فرانسې کې د میډیاپارټ په نامه خبري ویب سایټ افشا کړله.

د فرانسې د داخلي امنیت عمومي ریاست په راپور کې چې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلی، ویل شوي چې دا ډول کړنې په اروپایي هیوادونو کې د ایران د دولت په ملاتړ د ترهګرۍ کړنو بیا ژوندۍ کیدل څرګندوي.

د فرانسې دې امنیتي ادارې په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې په اروپا کې د هدفي وژنو پالیسي پیل کړې او دا یې هم ویلي چې تیر کال په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې دا ګواښ یو ځل بیا ډیر شوی.

ګمان دا دی چې د ایران استخباراتو غوښتل ملکیان په نښه کاندي او په اروپا کې د مخالفو سیاستوالو، یهودانو او اسرائیلیانو تر منځ ویره پیدا کړي.

په ایران دا تور لګیدلی چې جنایي ډلې او د مخدره موادو ستر کاروباریان یې د دا ډول کړنو لپاره ګمارل.

په عبدالکریم دا تور دی چې په فرانسې کې د ایران له ملاتړ برمخمنې ترهګرۍ شبکې غړی و چې په فرانسې او جرمني کې یې د ترهګریزو کړونو پلان درلود.

ګمان کیږي چې دې تورن شخص کله چې په زندان کې د یو قتل په تور لس کاله بندي و، په زندان کې دننه د یو تن لخوا په فرانسې کې د جنایي ډلې سره د اړیکې پیدا کولو معلومات ورته ورکړل شوي و.

د دې جنایي ډلې مشر د مخدره موادو ستر کاروباري دي او دې ډلې پلان درلود چې د پاریس ښار په څنډو کې د اسرائیل د امنيتي شرکت یو پخواني مامور او دریو ملګرو باندې بریدونه وکړي.
دوي همدرانګه غوښتل د جرمني د برلین په ښار کې په څو تنو بریدونه وکړي چې په خټه اسرائلیان دي خو د جرمني تابعیت تلري.

پلټونکو معلومه کړې چې عبدالکریم او میرمن یې څو ځله د جرمني برلین ښار ته سفرونه کړي و چې د برید کولو لپاره ځایونه معلوم کړي خو هغوي دا تورونه رد کړي او وایي یوازې د خریدارۍ لپاره هلته تللي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG