د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان په لسګونو افغان کډوال له زندان څخه خوشې کړي دي


 د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې ددغو راخوشې شویو بندیانو یو شمیر یې د یو کال راهیسې د پاکستان په زندانونو کې پراته وو.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې ددغو راخوشې شویو بندیانو یو شمیر یې د یو کال راهیسې د پاکستان په زندانونو کې پراته وو.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان د بلوچستان د ایالت له زندانونو څخه د ۶۶ افغان کډوالوبندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ سپټمبر لسم( ږوي ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا شمیر افغان کډوال د پاکستان د بلوچستان ایالت له زندانونو څخه د دوشنبې په ورځ خوشې شوي دي او د خوشې کیدو وروسته نن د سپین بولدک – چمن لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې ددغو راخوشې شویو بندیانو یو شمیر یې د یو کال راهیسې د پاکستان په زندانونو کې پراته وو.

دغه وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني پولیسو دا افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو له امله نیولي او په زندانونو کې یې اچولي وو.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم په سلګونو زره افغانان له خپل هیواد څخه وتلي او په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. په افغانستان کې د یو شمیر عواملو له امله لا هم افغانان له خپل هیواد څخه وځي او تر ډیره دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ته کډه کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په یو وروستي راپور کې ویلي چې د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې هره ورځ شاوخوا ۱۴ زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي.

په کراچې کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د قنسولګرۍ د شمیرنو له مخې د تیر یو کال څخه په زیاته موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له درې زره او ۲۵۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان د سیند د ایالت له زندانونو څخه خوشې کړي او افغانستان یې انتقال کړي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو په نیولو کې هغه مهال زیاتوالی راغی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان لنډ مهاله حکومت په دغه هیواد کې میشتو بهرنیو وګړو ته چې یوه میاشت مهالت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که پولیس به یې ونیسي او په ډله ییز ډول به یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړي. ملګري ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغانان د مهجرت په قانوني اسنادو او د هرډول اسنادو پرته ژوند کوي.

ددغې کمیشنرۍ شمیرنې ښيي چې د پاکستان امنیتي ادارو د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر وروستۍ ورځې پورې شاوخوا ۳۱ زره افغان کډوال نیولي او په زندانونو کې یې اچولي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG