د لاس رسي وړ اتصالات

عباس عراقچي: ایران به له امریکا سره د کړکېچ د مدیریت هڅه وکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ اګست ۲۳ (وږي دویم) وویل چې پر ایران د فشارونو د کمولو او بندیزونو د له منځه وړلو لپاره د دغه هېواد نوی حکومت له متحده ایالاتو سره د کړکېچ د مدیرت هڅه کوي.

عراقچي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل:‌ "هغه څخه چې موږ یې باید ترسره کړو د تهران او واشنګټن تر منځ د کړکېچونو او دښمنیو مدیریت دی. "

خو د ایران دغه لوړ پوړي دیپلومات ټینګار وکړ چې د دغه هېواد د اټومي‌ پروګرام پر سر مذاکرات به اسانه نه وي.

عراقچي زیاته کړه:‌ "اوس د مذاکراتو بیا احیا کول د پخوا په شان اسانه نه دي. نړیوال شرایط بدل شوي دي په دې موده کې د اوکراین جنګ رامخې ته شوی دی چې له امنیتي پلوه د اروپایانو پر لید لوري او د نړۍ پر امنیتي ترتیباتو باندې یې ژور اغیز کړی دی؛ همدا شان د غزې جنګ،‌ د صهیونیستي رژیم برید او وژنې چې هلته شوي دي د سیمې شرایط یې په بشپړ ډول بدل کړي دي. "

په ۱۹۷۸ عیسوي کال کې د ایران د پخواني پاچا محمد رضا شاه له ګوښه کېدو وروسته چې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمن و او د اسلامي حکومت په راتګ سره له ۱۹۸۰ عیسوي کال راهیسې د تهران او واشنګټن ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې نشته دي.

د ایران او د پنځه جمع یو ډله چې په کې امریکا، روسیه، چین، فرانسه، بریتانیا او جرمني شامل دي تر منځ له څوو کلونو پرله‌پسې مذاکراتو وروسته په ۲۰۱۵ عیسوي‌ کال کې د "برجام" په نوم د ایران د اټومي پروګرام پر سر یو توافق لاسلیک شو.

د دغه توافق په اساس لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو پر ایران یو شمیر بندیزونه لغو کړ او په بدل کې یې تهران د خپل اټومي پروګرام فعالیتونه محدود کړل.

خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یواړخیز ډول له دغه توافق څخه بهر شو او په تدریجي‌ توګه یې پر ایران باندې سخت بندیزونه ولګول.

عراقچي چې پخوا د برجام په مذاکراتو کې یو له لوړ پوړو مرکچیانو څخه وو وايي "موږ د خپلې بهرنۍ پالیسي په اساس مسولیت لرو چې د امکان تر بریده د دغې دښمنۍ لګښت راټیټ کړو او فشار یې پر ملت راکم کړو. "

هغه دغه راز پر اروپايي هېوادونو باندې انتقاد وکړ چې پر وینا یې د ایران په وړاندې "د دښمنۍ پالیسي" پرمخ وړي.

د ایران دغه لوړپوړي‌ دیپلومات اروپايي هېوادونو ته په خطاب وویل چې دغه هېوادونه به په هغه صورت کې د تهران په لومړیتوبونو کې ځای پیدا کړي چې خپلې "غلطې او د دښمنۍ ډکې پالیسیانې لیرې کړي. "

د ایران د بهرنیو چارو نوي وزیر بیا ټینګار وکړ چې د "مقاومت محور" څخه د تهران ملاتړ به په هر حالت کې پر خپل ځای پاته وي.

ایران په منځني ختیځ کې د اسرائیل ضد ډلې د مقاومت محور بولي چې په کې د لبنان حزب‌الله او د حماس ډله هم شامله ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG