د لاس رسي وړ اتصالات

تهران یو ایراني الاصله جرمن تبعه د 'ترهګرۍ په جرم په اعدام' محکوم کړ 


جمشید شارمهد
جمشید شارمهد

د ایران قضايي قوې نن سه شنبه فبروري ۲۱ (کب دویمه) اعلان وکړ چې جمشید شارمهد یې چې د جرمني تابعیت هم لري د «ترهګرۍ په جرم» په اعدام محکوم کړی دی.

د ایرن د قضايی قوې «میزان» په ویبسایټ کې لیکل شوي: «د تهران انقلابي محکمې د تندر تروریستي ډلې مشر جمشید شارمهد ته په ځمکه کې د فساد او د ترهګرۍ د فعالیتونو د ترسره کولو او لارښوونو په جرم د مرګ سزا ورکړه.»

دا ویبسایټ وايي چې جمشید سترې محکمې ته د دغې پرېکړې په ضد اعتراض کولای شي. وایي د هغه محکمه په اوو مرحلو کې وشوه چې د میزان د راپور په اساس د جمشید مدافع وکیل او د کورنۍ غړي هم حاضر وو.

د ایران د قضايی ځواک په خپرو شویو اسنادو کې ادعا شوې ده چې جمشید شارمهد په ایران کې د ۲۳ ترهګریزو بریدونو پلان جوړ کړی و، هغه وار د مخه په پنځو پېښو کې په لاس لرلو تورن شوی چې د ایراني مقاماتو په خبره یوه یې د ۲۰۰۸ د اپریل په ۱۲ نېټه په یو جومات کې چاودنه وه چې ۱۴ تنه یې ووژل او ۳۰۰ نور یې ژوبل کړل.

فرانس پرس وایي‌ ایراني‌ چارواکو د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت کې په یو «لړ پیچلیو عملیاتو» کې د جمشید د نیولو خبر ورکړ خو د عملیاتو د څرنګوالي او ځای په اړه یې معلومات ورنکړل.

مګر د هغه کورنۍ وايي چې جمشید دوبۍ ته په لار و چې د ایران امنیتي څانګې وتښتوه او تر سخت فشار لاندې یې تهران ته انتقال کړ.

جمشید شارمهد ۶۷ کلن ایرانی دی چې د جرمني تابعیت هم لري او د امریکا په کالیفورنیا کې یې ژوند کاوه. هغه به وخت ناوخت په تلویزوني بحثونو کې د ایران په رژیم باندې انتقادونه کول.

ایراني مقامات وايي چې دی د «تندر ترهګریزې ډلې» مشر دی چې د ایران حکومت یې د ترهګر سازمان په توګه پېژني.

څارنوالانو هم ادعا وکړه چې شارمهد د متحدو ایالتونو د فدرال له تحقیاتي ادارې، مرکزي استخباراتو او اسرائیل له استخباراتي څانګې سره تماسونه لرل. ایران له امریکا او اسرائيل سره ښه روابط نلري. ایراني مقاماتو د دغو ادعاو په اړه رسنیو ته کوم شواهد او اسناد خپاره کړي نه دي‌ او نه هم ویل شوي دي چې جمشید شارمهد په دې اړه څه ویلي ‌دي.

ایران څه موده مخکې د علیرضا اکبر په نامه یو بل ایرانی الاصله بریتانوی بریتانیا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ. بریتانیا دا کار په کلکه وغنده او په ځینو ایراني‌ مقاماتو یې بندیزونه ولګول.

ایران داسې مهال جمشید شارمهد ته د مرګ سزا اورولې ده چې اروپايي ټولنې په یو تازه اقدام کې د مهسا امیني د وژنې د غندنې په لاریونونو کې له خلکو سره د ایراني ځواکونو د بد چلند له کبله په تهران باندې نوي بندیزونه لګولي.

په دغو بندیزونو کې ۳۲ ایراني افراد او دوه سازمانونه شامل دي. دا په تېرو څو میاشتو کې پنځم ځل دی چې اروپايي ټولنه په ایران باندې دا ډول بندیزونه لګوي.

په ایران کې دا مهال ۱۶ داسې ایرانیان چې د لویدیځو هېوادونو تابیعتونه هم لري بندیان دي.

XS
SM
MD
LG