د لاس رسي وړ اتصالات

سپاه پاسداران: امریکایي جنگي بېړۍ په نښه کولای شو


په خلیج کې د ا مریکا جنگي بېړۍ
په خلیج کې د ا مریکا جنگي بېړۍ

د ایران سپاه پاسداران یو مقام خبرداری ورکړی چې د ایران میزایل توغندي په اسانه کولای شي د فارس په خلیج کې امریکایي جنگي بېړۍ په نښه کړي.

د ایران د فارس خبري اژانس په پارلمان کې د سپاه پاسداران د مرستیال محمد صالح جوکار له قوله لیکلي دي چې امریکا په اوسني وضعیت کې د بلې جگړې د پیل کولو توان نلري.

ښاغلي جوکار ویلي دي: "حتی زمونږ لنډ واټن ویشتونکي میزایل توغندي کولای شي په ډيرې اسانۍ د فارس په خلیج کې (د امریکا) جنگي بېړیو ته ورسیږي. امریکا نشي کولای د بلې جگړې لگښت وزغمي، ځکه د قواو او ټولنیزو شرایطو له اړخه په بد حالت کې ده".

دغه څرگندونې د امریکا او ایران ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ په دوام کې مطرح شوي دي. امریکا پدې وروستیو کې د فارس خلیج ته الوتکې لیږدونکې بېړۍ لیږدولي او همداشان بي-٥٢ ډوله بمبارد الوتکې یې د قطر په پوځي اډې کې ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا متحده ایالات وایي دغه اقدامات یې د "ایران د گواښونو" په ځواب کې کړي دي. خو د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس، دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیله من دی هیواد یې د ایران سره په جگړه کې ښکیل نشي.

XS
SM
MD
LG