د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د داعش یو غړي ته د عمري قید سزا ورکړل شوه


د متحده ایالاتو یوې محکمې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو نومبدي غړي ته جمعه اګست ۱۹ (زمري۲۸) د څلورو امریکایانو د وژلو له کبله د ابدي حبس سزا ورکړله.
د ورجینیا په ایالت کې محکمې د داعش دې غړي ۳۴ کلن الشفایي الشیخ ته چې په سوریه کې د (Beatles) په نامه د سړي تښتونې او وژنې د څانګې غړی و د ۸ عمري قید تیرولو سزا ورکړه چې هیڅ وخت په ضمانت د خوشې کیدو امکان پکې نشته.

په هغه د امریکایي اتباعو د وژلو او د ترهګرۍ سازمان سره د ملاتړ کولو تورونه و.

قاضي ټي ایس الیس چې د الکزندریې په محکمې کې یې تورن شخص ته د سزا حکم اعلاناوه وویل چې د داعش ددې غړي رویه یوازې "وحشیانه، ظالمانه، ناوړه او مجرمانه" بلل کیدی شي.

سره لدې چې محکمې الشیخ ته د محکمې د حکم تر اعلان وروسته د خبرو کولو فرصت ورکړ، خو هغه چې د زندان جامې یې اغوستې وې، د خبرو کولو څخه ډډه وکړله.


د جیمز فولي په نامه د یو وژل شوي امریکایي خبریال مور چې د جمعې په ورځ محکمې ته راغلې وه د محکمې د حکم تر اعلان وروسته یې د خپل زوی قاتل ته په خطاب کې وویل چې د "خپلې ناوړې کړنې په خاطر مسؤل وبلل شوې".

میرمن ډیانې فولي وویل چې نن جمعه اګست ۱۹ یې د زور د وژل کیدو اته کاله پوره شول. هغې زیاته کړه، "مینه تر کرکې ډیره قوي ده خو افسوس چې تاسو کرکه انتخاب کړه، تاسو خپل هیواد، تابعیت، آزادي او خپله کورنۍ د لاسه ورکړه".

منصفه هیت د محاکمې په جریان کې د شواهدو او ثبوتونو تر اوریدو وروسته د شپږو ساعتونو فکر او بحث کولو څخه وروسته د داعش دا غړي مجرم وباله.

الشیخ او یو د الکساندا کوټي په نامه یو بل ملګری یې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې کردي ملیشو په سوریه کې ونیول او په عراق کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شول.

پدې دواړو تور و چې امریکایي خبریالان جیمز فولي، سټیون سوټلاف او د خیریه مؤسسې کار کوونکي پیټر کاسیګ او کایلا میولر یې تر تښتولو وروسته وژلي دي.

الکساندا کوټي چې ۳۸ کاله عمر لري، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د محکمې په جریان کې ومنله چې امریکایي خبریالان جیمز فولي او سټیون سکاټ لوف او د خیریه مؤسسې کار کوونکي پیټر کاسیګ او کایلا میولر یې د خپلو نورو وسله والو ملګرو سره یو ځای وژلي دي.

د کوټي ملګري چې برتانوي انګریزي یې ویله، د "بیټلز" په نامه پیژندل کیدل.

د الکساندا کوټي مدافع وکیل په محکمې کې وویل چې دی غواړي د یو شمیر قربانیانو د کورنیو د غړیو سره د پښیمانۍ د څرګندولو په خاطر وګوري.

کوټي د برتانیې تبع دی خو د بریتانیې حکومت د هغه تابعیت لغوه کړی.

د کومې ډلې سره چې کوټي په سوریه کې کار کاوه، دغه خبریالان او د خیریه مؤسسې کار کوونکي یې تر شکنجې وروسته د هغوي سرونه پرې کړل او ویډیوګانې یې په انټرنیټ کې خپرې کړلې.

د کوټي مدافع وکیل همدارنګه د ویرجینیا ایالت د الکزاندریې په ښار کې د قاضي څخه وغوښتل چې هغه دې د کولوراډو ایالت زندان ته چې د نړۍ تر ټولو خطرناک مجرمین پکې ساتل کیږي، نه استوي خو قاضي پدې هکله تبصره ونکړله چې د زندانونو اداره به هغه کوم ځای ته استوي.

د مکسیکو د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر ال چاپو هم په همدې زندان کې بندي دی.

امریکایي چارواکو بریتانیې ته ویلي چې الکساندا کوټي ته د مرګ سزا نه ورکول کیږي او دا چې کوټي پخپل جرم اعتراف کړی امریکایي چارواکو دا هم منلې چې تر خپل وسې به کوښښ وکړي هغه تر ۱۵ کالو بند تیرولو وروسته بریتانیې ته واستوي.



XS
SM
MD
LG