د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان جنگ احتمال لري؟


"کله چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې تر دې حّده خرابې شي نو د جنگ احتمال هم موجود وي.خو دواړو خواوو ته د سولې لپاره غږ پورته کولو ته ضوروت دی."

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي د هند او پاکستان ترمنځ د جنگ احتمال په اړه امریکا غږ ته وویل: "زخمي هند د خرابو پایلو باوجود د یو لوی شخړې توان لري."

د کشمیر په سیمې پلوامه کې د ترهگر برید نه وروسته د هند پوځ په پاکستان د دغه برید تور ولگاوه چې د دواړو ملکونو اړیکې یې سختې خرابې کړیدي.

په هند کې سیاستمدارانو په پاکستان د برید خبرداری هم ورکړ چې د هغې په ځواب کې پاکستان هم وویل چې سخت ځواب به ورکړي.

ډاکټر تقي وویل چې "هند دا وخت په پوځي، ډپلوماتیکه او تخنیکي توگه د پلوامه د برید ځواب نشي ورکولی. او ځواب ورکول به باید دا وي چې په پاکستان کې دننه برید وکړي چې دغه به نړیواله ټولنه و نه زغمي."

د کال ١٩۴٧ کې د برتانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ دری لوی جنگونه شویدي چې په دغه کې یو یې د ١٩٧١ کال جنگ و چې پاکستان یې دوه ټوټې کړ.

په ‏پیښور پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر وایي: "دواړه ملکونه د جنگ توان نه لري ځکه دواړه ملکونه اتومي وسلې لري. د دواړو تر منځ به د پروپیگنډې جنگ او هم دغه ډول ترهگري به دوام ولري. دواړه ملکونه د یو بل ضد لگیا دي بیگناه ولس کاروي. خو د جنگ کولو نه به دواړه ډډه وکړي."

نورین نصیر وویل چې هند به د پاکستان ضد خپلو هغو فعالیتونو ته دوام ورکړي کوم چې د ډیر وخت نه کوي. هغه وایي: "د مثال په توگه هند ویلې و چې په پاکستان کې یې د ترهگرو ضد ستراتیجک بریدونه ترسره کړیدي. نو کیدی شي هند هغه یو وارې بیا وکړي."

د هند صدراعظم د کشمیر برید نه وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړیدی چې په نړیواله کچه به یې منزوي کړي.

له بلې خوا د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتیرس د پاکستان او هند د مشرانو نه غوښتي دي چې د زغم نه کار واخلي ا په غوسې کې داسې هیڅ اقدام و نکړي چې د نړیوالو قوانینو خلاف وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG