د لاس رسي وړ اتصالات

ایشچي د ابتدائيه محکمې د پریکړې په وړاندې اعتراض کړی


د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، چې د جنرال دوستم د اوو ساتونکو په اړه د ابتدائیه محکمې پریکړه ورته د منلو وړ نه ده او په دې اړه یې خپل اعتراض محکمې ته سپارلی دی.

ښاغلي ایشچي امریکا غږ ته وویل، د جنرال دوستم د ساتونکو ابتدائيه محکمه د چهارشنبې په ورځ د هغوی په غیاب کې ترسره شوه او د شنبې په ورځ دغې محکمې خپله پریکړه واروله، چې له مخې یې د ښاغلي دوستم ساتونکي د اتو کلونو د بند پر سزا محکوم شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د محکمې دغه اقدام د عدالت د تامین لپاره یو مثبت ګام دی، خو دی ورباندې رضایت نه لري.

ښاغلي ایشچي ټینګار وکړ، چې محکمې باید د جنرال دوستم ساتونکو ته لږ تر لږه د لسو کلونو د بند سزا اورولې وی.

هغه وویل "محکمې ته مو خپل اعتراض سپارلی او په تمه یو، اصلاً زموږ له نظره دوی د جرم شریکان، عسکر او ساتونکي دي، زموږ ادعا پر دوستم باندې ده، چې جنایت یې ترسره کړی دی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سترې محکمې او ولسمشر ته زموږ ادعا او غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره په خپله جنایتکاره دوستم په سزا محکوم شي".

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي نږدې یو کال مخکې د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال دوستم باندې تور پورې کړ، چې نوموړی یې د بزکشۍ په میدان کې د سلګونو کسانو په مخ کې وهلی او ډبولی او وروسته یې په خپل کور کې بندي کړی دی.

هغه دغه راز ادعا کړې، چې د جنرال دوستم په کور کې ورسره جنسي زورزیاتی شوی دی.

د جنرال دوستم دفتر دغه ادعا رد کړې او دا یې د ښاغلي دوستم په وړاندې یوه سیاسي دسیسه ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG