د لاس رسي وړ اتصالات

د پچیراګام ولسوال: په ټوپکو له داعش سره جنګ نه کیږي


د ننګرهار پچیراګام کې د سیمه ییزو پولیسو د زیاتېدو غوښتنه وشوه

د ننګرهار په پچیراګام کې حکومت درې سوه ولسي خلک د سیمه ییزو پولیسو په بڼه پر وسلو سمبال کړي څو خپل کلي وساتي، خو ځايي مقامات وايي په دومره خلکو له داعش او یا طالب وسله والو سره جګړه نه شي ګټلی.

د پچیراګام په ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو نژدې میاشت په پوره کېدو ده، خو تر اوسه د تورې بوړې په بره غاړه مرخاڼۍ کې له داعش وسله والو سره په جګړه اخته دي.

د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله وايي د ګټلو سیمو ساتلو ته یې ۳۰۰ پولیس ورکړي، خو که قوي وسلې ورنه کړل شي نو په ټوپکو له داعش سره جګړه کول ګرانېږي.

هغه وايي" موږ ته یې ټول ۳۰۰ محلي پولیس راکړي هغه هم ۴۰ تنه یې بله ولسوالۍ کې دي، محلي پولیس وظیفه د کمانډو کوي او امتیاز یې نشته دی".

ځايي خلک هم له حکومت نه د ګټلو سیمو دایمي ساتنه او سیمه ییز پولیس په قوي وسلو سبمبالول غواړي. په پچیراګام کې د عملیات کوونکو ځواکونو مشر ډګروال محمد جان دریاب وايي تمه لري چې له داعش وسله والو پاکې شوې سیمې به ولسي پاڅون کوونکي وساتي.

د ننګرهار ولایتي مقامات وايي که اړتیا شي نو په پچیراګام کې به د ملي او سیمه ییزو پولیسو شمېره لوړه کړي څو داعش او طالب وسله والو مرګوني وځپي.

اوس مهال د ننګرهار له پچیراګام سره سره په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د حکومتي او غوڅ ملاتړ قواوو عملیات روان دي چې حکومت پکې د ډېرو سیمو د نیولو او ګڼو داعش وسله والو د وژلو دعوه کړې، هغه چې لا یې د سلامي دولت ډلې پر تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG