د لاس رسي وړ اتصالات

موصل کې د داعش تر واک لاندې روژه څنګه تېریږي


د موصل ښار کې د خوراکو موادو بیې ۲۰ برابره ختلي دي
د موصل ښار کې د خوراکو موادو بیې ۲۰ برابره ختلي دي

د موصل زاړه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي د داعش تر واک لاندې د روژې میاشت په لوږې، تندې، قحطۍ او سختې بې وزلۍ کې تېروي.

هغوی چې له سیمې د داعش له ویرې تښتېدلی نشي، وايي چې په ډار کې ژوند کوي، خوراکي مواد یې کم، ډاکټران او کلینینکونه یې هم محدود دي.

رویټرز اژانس د داعش تر واک لاندې له ځينو ایسارو شویو اوسېدونکو سره خبرې کړي دي، خو ټولو د داعش له ویرې خپل اصلي نومونه نه دي ښودلي.

د موصل زاړه ښار کې د خوراکو موادو بیې ۲۰ برابره لوړې شوې دي. یوه کیلو وریجې په ۴۰ ډالرو او یوه کیلو وړه په ۲۰ ډالرو پلورل کیږي.

خوراکي او طبي مواد تر ډېره له هغو خلکو سره دي چې له مخکې یې په کورونو کې زیرمه کړي او یوازې خپلو نژدیو خپلوانو او باروي کسانو ته یې ورکوي، دا ځکه چې که داعشیان پرې خبر شول په زوره یې ترې اخلي.

اوسېدونکي وايي د څښاک اوبه د یو څو څاګانو څخه وباسي، خو وایي چې د لږو اوبو لپاره ډېر انتظار کوي او انتظار هم ځکه سخت او خطرناکه دی چې مرمۍ او توغندي وریږي.

یو اوسېدونکی سلام وايي" خپل وږي او تږي ماشومان چې وینم، ډېر زوریږم. زما هیله دا ده چې عراقي ځواکونه ټول داعش تس او نس کړي. زه غواړم چې زما کورنۍ عادي ژوند وکړي".

د موصل اوسېدونکي وايي هغوی چې له سیمې د تښتېدلو هڅه کړې وه، داعش وژلي دي
د موصل اوسېدونکي وايي هغوی چې له سیمې د تښتېدلو هڅه کړې وه، داعش وژلي دي

یوې بلې اوسېدونکې ام سعید چې په خپله کونډه ده او څلور اولادونه ور له غاړي دي وویل " د څاه اوبه تریخ دي او کله ناکله بد بوی کوي خو بله چاره نلرو او د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید همدا اوبه وڅښو".

هغه دا خبره هم وکړه چې د داعش جګړه ماران یې لیدلي چې د اوبو او نورو مشروباتو بوتلونه او قطۍ یې په لاسونو کې دي او ګرځي راګرځي. هغه وايي ان تر روژې مخکې لا دغلته د خلکو وضعیت خراب و، ډوډۍ نشته او وچه ډودئ او نوره غله په سختۍ سره پیدا کیږي.

"داعش مو نه پریږدي چې مړي خښ کړو"

د امریکا له ملاتړ برخمنو عراقي ځواکونو له څو میاشتو راهېسې له موصل څخه د داعش جګړه مارانو د وېستلو عملیات پیل کړي او اوس یې دا سیمه، چې د داعش د تش په نامه خلافت مرکز دی، محاصره کړې ده.

سره له دې چې شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ خلک له سیمې تښتېدلي دي، خو لا هم شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ خلک د داعش او عراقي ځواکونو ترمنځ کې جګړې کې ګېر پاتې دي.

محاصره شوي کسان وايي خوراکي مواد نشته او صحي خدمتونه یې هم محدود دي
محاصره شوي کسان وايي خوراکي مواد نشته او صحي خدمتونه یې هم محدود دي

داعش غواړي ولسي خلک له سیمې ونه وځي دا ځکه چې د چارواکو په خبره د خپل سر د ساتلو لپاره یي د سپر او ډال په توګه وکاروي.

رویټزر وايي سلګونه کسان د تېښتې پر مهال وژل شوي او ژوبل شوي دي او د ډېرو مړي د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې پاتې دي.

خلیل وايي چې د داعش جګړه مارانو ورته وویل "د خپلوانو مړي خښ نکړي او باید دا مړي د هغو خلکو لپاره عبرت وي چې له سیمې تښتې".

داعش له ۲۰۱۴ کال راهېسې په موصل حاکم دی. موصل په عراق او سوریې کې د داعش تر واک لاندې له هرې سیمې لوی او پراخ دی.

XS
SM
MD
LG