د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په پاکستان کې تحصیل یافته کسان جذبوي


داعش هغه وخت په پاکستان کې خپل شتون اعلان کړ چې تیرکال د مې په میاشت کې یې په کراچۍ کې د شیعه ګانو پر یو بس برید وکړ.
داعش هغه وخت په پاکستان کې خپل شتون اعلان کړ چې تیرکال د مې په میاشت کې یې په کراچۍ کې د شیعه ګانو پر یو بس برید وکړ.

د تحصیل یافته او مسلکي کسانو د جلب او جذب لپاره د اسلامي دولت د ډلې هڅې ددې لامل شوي چې دغه ډله د پاکستاني طالبانو او القاعده شبکې په شمول له نورو افراطي ډلو سره سخته سیالي وکړي.

د اسلامي دولت د ډلې یو ګمارونکي د پاکستانې ژورنالیست حسن عبدالله ته ویلي وو، "وروره، تاسو زمونږ د امت لپاره یوه سرمایه کیدلای شي،" خو عبدالله ورته ویلي وو چې هغه له جهادیانو سره د یو ځای کیدلو پلان نه لري.

عبدلله چې د اسوشیټډ پریس خبري آژانس سره یې ددي ګمارونکي په اړه خبرې کولی وویل، هغه ددې لپاره ددې ډلې تر سترګو لاندې نه و چې ګني هغه یوه افراطي آیډیولوژي لري بلکه دا ډله په دې نظر وه چې هغه د یو ژورنالیست په توگه د هغوی تبلیغاتي ماشین ته ښه ګټه رسولی شي.

دې پاکستاني ژورنالیست وویل، "زه فکر کوم چې هغوی هغو کسانو پسې ګرځی چې ځینې مهارتونه ولری. د مثال په ډول هغوی ډاکټرانو، انجنیرانو او هغو کسانو ته اړتیا لری چې د سیاسي علومو یا هغو ته ورته د نورو مضامینو سابقه ولري. هغوی هغو کسانو ته اړتیا لري چې په بیلابیلو ژبو روانې خبرې وکولای شي."

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې، د اسلامي دولت د ډلې پلویان یو قوي شتون لري.

دې ډلې په هغه هیواد کې خپل شتون هغه وخت اعلان کړ چې تیر کال یې د مې په میاشت کي د پاکستان د شلو میلیونو په دغه بندري ښار کې پر یو بس یو خونړی بریدو وکړ چې شیعه ګان پکې سپاره وو.

د اسلامي دولت ډله د پوهنتونونو په انګړونو کې هم فعالیت کوي. د مثال په ډول د بس د برید طراح سعد عزیز د تجارت د ادارې د انسټیټوټ یو فارغ و.

د کراچۍ د تجارت د ادارۍ د انسټیټیوټ یوې استادې هما بقايي وویل چې ځینې راډیکل شوي استادان د هغه هیواد په ځینو لوړو پوهنتونونو کې تدریس کوي.

هغي وویل، "هغوی چې د هر شي درس ورکوي خو د تبلیغ عنصر په کې شامل وي. هغوی فکر کوي چې دا هغوی ته د خدای له خوا ورکړل شوې یوه وظیفه ده.

دغه استادان د پوهنتون په علمي بورډ کې هم موجود دي. ځینو یې بهرنۍ او ځینو یې ځايي روزنه لیدلې ده." هغي زیاته کړه چې ځینې ځايي راډیکال شوي ځايي استادان د روشن فکرانو په توګه دا خپله وظیفه بولي چې خپل پیغام ورسوی او پوهیږي چې یو څه قدرت او اغیزه لري.

یو استخباراتي چارواکې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل، امنیتي چارواکو د پوهنتونونو له یو شمیر استادانانو نه تحقیق کړي دي چې د دې ډلې د ملاتړ کولو او د محصلینو د ګمارولو شک پرې کیده.

ژورنالیت حس عبدالله وویل چې ددې ډلې لپاره دا ډیره آسانه ده چې د ځان مرګیو بریدونو لپاره خلک پیدا کړي. هغه وايي، "ما په شمالي وزیرستان کې په خپلو سترګو لیدلي دي چې خلکو به چیغې وهلې او ویل به یې اجازه ورکړئ چې له قطار سره یو ځای شي، ولاړ شي او ځان وچوي."

هغه وویل چې د عادي کسانو کمی نشته خو تحصیل یافته کسان د هغوی لپاره یوه جایزه ده. عبدالله وویل چې دا ډله ښايي ځکه د هغه په لټه کې شوه چې په دې سیمه کې د سخت دریځۍ په اړه لیکنې کولي.

د اسلامي دولت ډلې هغه وخت وکولای شول چې د افغانستان له سرحد سره د باجوړ او اورکزۍ په قبایلي سیمو کې خپل نفوذ زیات کړي چې د طالبانو مشران ورسره یو ځای شول.

دغه ډله په افغانستان کې هم یوه څانګه لري او له طالبانو سره نیغه سیالي لري.

بل لوري ته هغه اسناد چې متحده ایالاتو ځواکونو د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د اسامه بن لادن پر استوګنځي د برید په وخت کې ترلاسه کړي ښيي چې د القاعده دې مشر له خپلې مړینې د مخه د اسلامي دولت د ډلې سقوط پیش بیني کړی و او خبردادری يې ورکړی وی چې لویدیځ ته د ماتې ورکولو مخکې د خلافت اعلانول به له ناکامۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG